د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۵ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۴۹

بارکزی: ملا یعقوب، د طالبانو دفاع وزیر او د «ای. اس. ای» جنرالان ارزگان ته تللي


د ارزګان د ولایتي شورا یو شمېر غړي وايي، که د یاد ولایت لیرې پرتې سیمې د امنیتي ځواکونو تر کنټرول لاندې رانه‌شي داعش وسله‌واله ډله به په‌کې سر راپورته کړي.

د ولایتي شورا غړي محمد قسیم حیدري د دوشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې د ارزګان ولایت د چهارچینو او یو شمېر نورو ولسوالیو په ګڼو سیمو کې که څه هم وسله‌وال طالبان پراخ حضور لري، خو داسې اندېښني موجودې دي چې داعش وسله‌واله ډله به له ګاونډي زابل ولایت څخه ارزګان ولایت ته خپل فعالیتونه وغځوي.

نوموړي زیاته کړه چې افغان دولت باید د دغه ولایت په ټولو نا امنه سیمو باندې ولکه ټینګه کړي څو د داعش ډلې د راتګ مخه ونیول شي.

حیدري: لېري پرتو سیمو کې باید عملیات پيل شي.
حیدري: لېري پرتو سیمو کې باید عملیات پيل شي.

حیدري زیاته کړه:

"که څه هم اوس په ارزګان ولایت کې داعش حضور نه‌لري، خو ځینې نښې يې لیدل شوي دي، د ملا دادالله ساتونکي ورسره همکاري کوي، تر یو میلیون زیاتي افغانۍ په چهارچینو ولسوالۍ کې د طالبانو ځینو وړو وړو ډلو ته وېشل شوي دي، داعش ډله کېدای شي چې د زابل د دایچوپان ولسوالۍ له لارې ارزګان ته راشي."

دا په داسې حال کې ده چې د ملي دفاع وزارت له دي وړاندې ویلي و چې داعش یا اسلامي دولت وسله‌واله ډله چې په ننګرهار کې پراخ حضور لري له پښو غورځولې ده.

له دې سره د ولسي جرګې غړي هم په ارزګان کې د داعش ډلې د راپیدا کېدو په اړه اندېښنه لري.

په ولسي جرګه کې د ارزګان خلکو استازي عبیدالله بارکزي د دوشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې په ارزګان ولایت کې د داعش د حضور په اړه معلومات نه‌لري، خو وايي چې امکان شته ارزګان ته هم راشي ځکه د ارزګان ولایت ټولې سیمې د وسله‌والو طالبانو په واک کې دي.

نوموړي دا هم وویل چې د وسله‌والو طالبانو د مخکني مشر ملا محمد عمر اخند زوی مولوي یعقوب، د وسله‌والو طالبانو د دفاع وزیر او د پاکستان د «ای. اس. ای» دوه پوځي جنرالان ارزګان ولایت تللي او هلته‌يې له خلکو سره خبرې پیل کړې دي.

نوموړي زیاته کړه:

"که چېري ولایتي چارواکي داسې په خواږه خوب ویده وي نو ډېر ژر به یوازې ارزګان نه بلکې د هېواد یو شمېر نور ولایتونه هم د وسله‌والو طالبانو لاسته ولوېږي او داعش ډله به هم فعالیتونه پیل کړي، نو زه له مرکزي حکومت څخه غواړم چې ارزګان ولایت ته دې جدي پاملرنه وکړي."

ارزګان د افغانستان یو له هغه ناامنه ولایتونو څخه دی چې د مسؤلینو په خبره ۹۰ سلنه خاوره باندې يې وسله‌وال طالبان حاکم دي.

په ورته وخت کې د ارزګان ولایت والي په دغه ولایت کې د داعش یا اسلامي دولت ډلې راپیدا کېدو وېره نه‌لري.

د ارزګان والي محمد نذیر خروټي د دوشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې د دغه ولایت په لیرو پرتو سیمو کې وسله‌وال طالبان له ډېرې مودې راهیسې پراخ حضور لري او هغوی نه‌پرېږدي چې داعش یا اسلامي دولت ډله دغلته فعالیت وکړي.

نوموړی وايي، که څه هم د ارزګان په ګاونډیو ولایتونو هلمند او زابل کې داعش ډله حضور لري، خو په ارزګان کې د دوی فعالیتونو ته زمینه نه‌ده مساعده.

خروټی: موږ په دې اړه هېڅ وېره نه‌لرو.
خروټی: موږ په دې اړه هېڅ وېره نه‌لرو.

خروټي زیاته کړه:

"موږ دلته هېڅ وېره نه‌لرو چې داعش یا اسلامي دولت ډله به په ارزګان کي فعالیتونه پیل کړي، ځکه چې دلته خپله وسله‌وال طالبان هغوی ته اجازه نه‌ورکوي."

د یادونې وړه ده چې د ارزګان ولایت امنیه قوماندان مل پاسوال ولي جان سرحدي دنده ځنډول شوې او تېر ورځ‌يې پر ځای په جنوب کې د ۴۰۴ میوند زون مرستیال رحمت‌الله صدیقي د سرپر ست په توګه وټاکل شو.

راپور: شریف‌الله شرافت

XS
SM
MD
LG