د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۹ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۰۸

کاکړ: د ارزګان ګېزاب ولسوالۍ په پشپړه توګه له مخالفینو پاکه شوه


د ارزګان سیمه‌ييز امنیتي چارواکي وايي، په دغه ولایت کې وسله‎وال طالبان ځپل شوي او د مخامخ جګړې توان نه‌لري.

د ۲۰۵ اتل قول اردو د څلورمې پلي لېوا قوماندان برید جنرال غلام حضرت کاکړ د پنجشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې له تېرې یوې میاشتې راهیسې د ارزګان ولایت ګیزاب ولسوالۍ د دولت ضد وسله‎والو مخالفینو د ځپلو په هدف عملیات پیل کړي چې په نتیجه کې يې د یادې ولسوالۍ ټولې سیمې د وسله‎والو طالبانو له موجودیته پاکې کړي.

نوموړی وايي چې د ګیزاب ولسوالۍ او دایکندي ولایت ترمنځ لاره يې هم د وسله‎والو طالبانو له شتونه پاکه کړې.

د ۲۰۵ اتل قول اردو د څلورمې پلي لېوا قوماندان برید جنرال غلام حضرت کاکړ
د ۲۰۵ اتل قول اردو د څلورمې پلي لېوا قوماندان برید جنرال غلام حضرت کاکړ

برید جنرال غلام حضرت کاکړ زیاته کړه:

"موږ د ارزګان ولایت ګیزاب ولسوالۍ کې وسله وال ‎طالبان سخت ځپلي او په دغه ولسوالۍ کې د دوی ټول مرکزونه له‎منځه وړل شوي؛ موږ هېڅ‎کله د وطن دښمنانو ته اجازه نه ورکوو چې خراب کاره کړنې ترسره کړي."

له دې سره د ارزګان ولایت ګیزاب ولسوالۍ ځايي اوسیدونکې بیا وايي چې افغان امنیتي ځواکونه یوازې د ولسوالۍ پر مرکز حاکمیت لري او نورې ټولې سیمې د وسله‎والو طالبانو په ولکه کې دي چې له امله يې د دغې ولسوالۍ خلک هم د دولت له هر ډول خدماتو بې برخې شوي دي.

دوی وايي چې دولت باید دغې ولسوالۍ ته جدي پاملرنه وکړي.

قومي مشر سلطان محمد ازادي راډیو ته وویل:

"د ګېزاب ولسوالۍ قبرمنۍ، تمزان، مادخوجه، خلج، چهارده خاک ناوه او نورې ټولې سیمې د وسله‎والو طالبانو په واک کې دي او دولت یوازې د ولسوالۍ شاوخوا د وسله‎والو طالبانو څخه تصفیه کړې ده."

ارزګان د افغانستان جنوب کې پروت یو له هغو مرکزي ولایتونو څخه دی چې د مسؤلینو په وینا د ټولو ولسوالیو لارې يې له تېرو څلورو میاشتو راهیسې د ترافیکو پر مخ تړل شوي او د مرکز ترینکوټ په دوه کیلو مترۍ کې وسله‎وال طالبان له امنیتي ځواکونو سره په جګړه بوخت دي.

په ورته وخت کې د ارزګان ولایت د ولایتي شورا رئیس امیر محمد بارکزی په ګیزاب ولسوالۍ د افغان امنیتي ځواکو پرمختګ مني او وايي چې دولت باید د ارزګان د ټولو ولسوالېو د لارو د خلاصون لپاره جدي اقدامات وکړي څو د دغو ولسوالیو خلک له ستونزو خلاص شي.

ښاغلي بارکزي وویل:

"مرکزي حکومت باید ارزګان ولایت ته جدي پاملرنه وکړي ځکه د دغه ولایت امنیتي وضعیت اوس هم د انديښنې وړ دی."

هاخوا بیا د ارزګان ولایت د کډوالو او راستنېدونکو چارو ریاست مسؤلین وايي چې په دغه ولایت کې کډوال په ډېر سخت حالت کې شپې او ورځې تیروي او مرکزي حکومت باید ارزګان ته عاجلې مرستې واستوي.

راپور: شریف الله شرافت ـ ارزګان

XS
SM
MD
LG