د افغانستان د سولې عالي شورا وايي چې د وسله والو طالبانو له یو شمېر کړیو سره اړیکې او تګ را تګ دوام لري.
د سولې عال شورا د وسله والو طالبانو له ځینو کړیو سره موجودو اړیکو ته خوشبني څرګندوي او وايي هیله منه ده چې دا تماسونه به د سولې په خبرو بدل شي.
د دغې شورا مرستیال عطا الرحمن سلیم د جمعې په ورځ ازادي راډیو ته وویل د طالبانو یو شمېر کړیو درک کړې چې جګړه د حل لاره نه ده او روانه ستونزه باید د خبرو له لارې حل شي.
نوموړي زیاته کړه:
"موږ د طالبانو له ځینو کړیو سره په تماس کې یو، تګ راتګ جریان لري او هڅه کېږي چې له دې رفت و امد څخه زیاته استفاده وشي او د دوی له مشرتابه پلاوي سره په تماس کې شو، څو وکړای شو مذاکراتو ته لاره پیدا کړو او په دې برخه کې کار کوو."
تراوسه وسله والو طالبانو د سولې د عالي شورا د تازه څرګندونو په اړه څه نه دي ویلي، خو وړاندې یې ویلي و دغه ډله غواړي له امریکا سره نیغ په نیغه خبرې وکړي.
په قطر کې د طالبانو دفتر په رسیمت پېژندل او د ملګرو ملتونو امنیت شورا له تورلیست څخه د وسله والو طالبانو د ځینو مشرانو د نومونو ایستل د سولې خبرو لپاره د دې ډلې اساسي شرطونه و.
قاسمیار: طالبان باید خپل هر ډول اختلافات د خبرو لارې هوار کړي
سلیم: طالبان دې له شرطونو تېر او د سولې له شورا سره دې خبرو ته کېنې
د حقاني شبکې مشر او د ملا هبت الله په مشرۍ د وسله والو طالبانو د ډلې مرستیال سراج الدین حقاني وړاندې یو شمیر پاکستاني رسنیو ته ویلي که د سولې خبرې د اسلامي شریعت سره سمې تر سره شي طالبان به په دغه خبرو کې ګډون وکړي.
له دې وړاندې د افغان حکومت ځینو استازو په قطر کې د وسله والو طالبانو له استازو سره کتلي و.
له بلې خوا د ولسمشر ویاند محمد هارون چخانسوري د پنجشنبې په ورځ له ازادي راډیو سره په ځانګړې مرکه کې ویلي و چې له حزب اسلامي سره د سولې له لاسلیک شوي تفاهم وروسته د سولې پر بهیر باور زیات شوی او د سولې په اړه تماسونه هم زیات شوي.
نوموړي زیاته کړه:
"وروسته له هغې چې له حزب اسلامي سره د سولې بین الاافغاني خبرې بریالۍ شوې د سولې پر بهیر باور زیات شوی، موږ اوس د ځینو تماسونو شاهدان یو چې په اړه به یې جزئیات وروسته شریک شي."
ارګ: افغان حکومت سره د طالبانو تماسونه زیات شوي
د چارو یوشمېر کارپوهان سپارښتنه کوي چې داځل باید له وسله والو طالبانو سره د سولې خبرې په داسې ډول پيل شي چې مثبته نتیجه ورکړي.
د ولسي جرګې غړی نواب منګل وايي:
" له وسله والو طالبانو سره د سولې لپاره پياوړې اراده، د ګانډیانو پر وړاندې د افغان حکومت د بهرني سیاست مشخص کول، په نړیوال کچه پر پاکستان فشار راوړل او په څو برخو کې د طالبانو ویشل کېدل هغه موارد دي چې له طالبانو سره په رښتینې سوله کې مرسته کولای شي."
د هغه په وینا له وسله والو طالبانو سره د سولې په خبرو کې باید له وړاندې شرط کېنښودل شي او افغان حکومت د سولې په برخه کې وروستۍ لاس ته راوړنې باید وساتي.
راپور: رحمت الله افغان