د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۴۸

اجرائیه ریاست: هیله نه‌لرو چې پاکستان د طالبانو ملاتړ پرېږدي


د افغانستان اجرائیه ریاست وايي، د افغان حکومت تمه دا ده چې د سیمې هېوادونه دې د ترورېزم له ملاتړه لاس واخلي او په سیمه کې دې د سولې د راتګ لپاره بنسټیز کار وکړي.

د دغه ریاست مرستیال ویاند جاوید فیصل د سې شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، د افغان طالبانو او د پاکستان پخوانیو اړیکو ته په کتو داسې هیلې نه‌شته چې پاکستان د افغان طالبانو له ملاتړ واخلي.

د اجرائیه ریاست مرستیال ویاند جاوید فیصل
د اجرائیه ریاست مرستیال ویاند جاوید فیصل

ښاغلي فیصل زیاته کړه:

"له طالبانو سره د پاکستان پخوانیو اړیکو ته په کتو سره هېڅ ډول امیدواري نه‌شته چې پاکستان دې د افغان طالبانو او تروریستانو له ملاتړه لاس واخلي، موږ مخکې له مخکې هم د ترورېزم پر ضد د سیمه‌ییزې همغږۍ د رامنځته کېدو په اړه بحث کړی و، اوس مو هم تمه دا ده چې دولتونه دې د ترورېستانو له ملاتړه لاس واخلي، څو په سیمه کې د سولې د راتګ لپاره بنسټیز کار وشي."

دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې په دې وروستیو کې اسلام‎اباد افغان طالب مشرانو ته ګواښ کړی که له افغان دولت سره د سولې خبرو ته نه‌حاضرېږي، نو خپلې کورنیو سره دې له پاکستانه ووځي.

د افغانستان د سولې عالي شورا وايي، پاکستان له نړیوالې انزوا نه د وتلو په هدف پر افغان طالبانو خپل فشارونه زیات کړي.

د دغې شورا مرستیال عبدالخبیر اوچقون خوشبیني څرګندوي چې ښايي پاکستان دا ځل د سولې بهیر کې له افغانستان سره صادقانه همکاري وکړي.

د سولې د شورا مرستیال عبدالخبیر اوچقون
د سولې د شورا مرستیال عبدالخبیر اوچقون

ښاغلي اوچقون زیاته کړه:

"زیاته امیدواري موجوده ده چې دا ځل پاکستان په افغانستان او سیمه کې د امنیت او ثبات لپاره د سولې په لار کې له افغان حکومت او نړیوالې ټولنې سره صادقانه همکاري وکړي."

هاخوا په قطر کې د وسله‎والو طالبانو د دفتر پخواني مشر سید محمد طیب اغا د طالبانو پر مشر غږ کړی چې له پاکستانه ووځي ځکه که دوی افغانستان ته ستانه شي نو پاکستان پر دوی هغه څه نه‎شي منلی چې د ده په وینا د افغانستان او طالبانو په زیان وي.

راپورونه وايي چې په دې وروستیو کې وسله‎والو طالبانو د افغان حکومت له استازو سره په قطر کې هم د سولې پټې خبرې کړي چې تر هغې وروسته د طالبانو یو درې کسیز پلاوی سم له قطره اسلام‎اباد ته ولاړ او د چارو د یو شمېر شنونکو باور دا دی چې دا سفر داسې و لکه پاکستان چې په خبرو کې ناست طالب چارواکي احضار کړي وي.

په ورته وخت کې یو شمېر پخواني طالب چارواکي وايي، افغان طالبان هوډ لري چې په خپله خوښه په افغانستان کې تر خپل واک لاندې سیمو ته انتقال شي.

د خلاصون لارې شورا مشر سیدا اکبر اغا
د خلاصون لارې شورا مشر سیدا اکبر اغا

سیدا اکبر اغا چې اوس د خلاصون لارې شورا مشر دی په دې اړه‌یې ازادي راډيو ته وویل:

"د ټولو طالبانو دا نظر دی چې له پاکستانه ووځي او هغو سیمو ته ولاړ شي چې په افغانستان کې یې نیولې دي، زه فکر کوم هغه خبره کې خلک وايي، طالبانو ته پاکستان ویلي چې یا سوله وکړئ او یا له پاکستانه ووځئ دا درسته خبره نه‎ده، د پاکستان دا نه‎ده خوښه چې افغان طالبان دې له پاکستانه ووځي او افغانستان ته ولاړ شي."

پاکستان دې ته ورته اقدامات پخوا هم کړي و، خو په عمل کې یې کومه ښکاره پایله نه‎درلوده چې د پاکستان په دې کار سره افغان حکومت او نړیواله ټولنه ورنه زړه بدي شوي دي.

خو د افغانستان د سولې عالي شورا وايي چې شرایط اوس توپیر لري، ځکه پاکستان اوس منزوي شوی او نړیوالو هم دا درک کړې چې افغان طالبان له افغانستانه بهر خوندي اډې لري.

راپور: رحمت‌الله افغان

XS
SM
MD
LG