د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۳۴

نېکلسن: حقاني شبکه پر افغانستان خپلې حملې له پاکستانه تنظیموي


افغانستان کې د ناټو عمومي قوماندان وايي، د حقاني شبکه لا هم د پاکستان له خاورې څخه په افغانستان کې حملو ته دوام ورکوي چې دا د اندېښنې وړ ده.

جنرال نېکلسن په دې تعجب ښکاره کړ چې پاکستان په افغانستان کې د سولې د پروسې د ملاتړ ترڅنګ په خپله خاوره کې ترهګر ساتي.

په افغانستان کې د ناټو د قاطع ملاتړ مأموریت د ۱۳ زره کسیز ځواک عمومي قوماندان همداراز وویل، قبایلي سیمو کې د ترورېستانو پر خلاف د «ضرب عضب» په نوم د عملیاتو له کبله د پاکستان پوځ او حکومت ستايي.

د جنرال نېکلسن په وینا د دغو عملیاتو په نتیجه کې د پاکستاني طالبانو په شمول ګڼ شمېر ترورېستان افغانستان ته واوښتل چې افغان ځواکونه‌یې ځپي مګر "حقانیان افغانستان ته رانغلل" دوی لا هم مجبوره کړای شوي نه‌دي چې د پاکستان د عملیاتو په نتیجه کې افغانستان ته واوړي.

افغانستان کې د ناټو د قاطع ملاتړ مأموریت د ۱۳زره کسیز ځواک عمومي قوماندان جان نېکلسن
افغانستان کې د ناټو د قاطع ملاتړ مأموریت د ۱۳زره کسیز ځواک عمومي قوماندان جان نېکلسن

د حقاني شبکه د پاکستان له خاورې څخه په افغانستان کې د افغان او امریکايي پوځیانو پر ضد عملیاتو ته دوام ورکوي.

جنرال نېکلسن دې ته ورته خبرې پرون یکشنبه د امریکا «اېن، بي، سي» نیوز ته هم کړي دي.

نېکلسن وویل چې کابل کې تر ټولو غټې حملې د حقاني شبکه د پاکستان له خاورې تنظیموي.

د نېکلسن په وینا طالبان او حقاني شبکه لاهم پاکستان کې پناهځایونه لري او لا هم اجازه ورکول کېږي چې له خپلو پناهځایونو په افغانستان کې حملې وکړي.

د ناټو قوماندان انډین اېکسپرېس ته وویل چې په افغانستان کې د حقاني شبکه، طالبان، القاعده او لشکرطیبه سره مدغم کېږي او د دې معنی دا ده چې ترورېستي ډلې د افغانستان له خاورې د اډې په توګه د هندیانو او امریکایانو پر ضد د حملو لپاره کار اخلي.

له همدې کبله کانګرېس په ۲۰۱۵ میلادي کال یوه لایحه تصویب کړه چې په هغه کې یې له پاکستان سره د امریکا مرستې د حقانیانو پر ضد د پاکستان له اقدام سره مشروطې کړې.

په ۲۰۰۸ میلادي کال کابل کې د هند پر سفارت حمله چې د هند سفارت د پوځي اتشې او یوه ډیپلومات په شمول ۵۶ تنه نور په‌کې ووژل شول، په ۲۰۰۹ میلادي کال پر پارک مېلمستون حمله چې ۹ تنه هندیان په‌کې ووژل شول او په ۲۰۰۸ میلادي کال د افغانستان پر پخواني ولسمشر حامد کرزي د حملې هڅه د حقاني شبکې له لوري پلان شوي بریدونه ګڼل کېږي.

XS
SM
MD
LG