د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۴۱

غزني والي: ۲۰ ورځني عملیاتو کې ۳۷۰ وسله‎وال طالبان وژل شوي


د غزني والي عبدالکبیر متین وايي، د دې ولایت د سقوط لپاره د وسله‎والو طالبانو پلان شنډ شوی دی.

متین څرګنده کړه چې د "سلطان" په نوم پوځي عملیات د یکشنبې په ورځ پای ته ورسېدل او تمه لري چې امنیتي ستونزې به ورسره کمې شي.

عبدالکبیر متین دا خبر هم رد کړ چې وسله‎والو طالبانو غزني کې خلکو ته د پراخو حملو خبرداری ورکړی او ویې‌ویل چې ولسي خلکو ته د هغوی خبرداری نوې خبره نه‎ده.

ښاغلي متین د وسله‎والو طالبانو پسرلنیو عملیاتو ته چې د "عمري" په نوم پيل شوي وو، په اشاره کې څرګنده کړه چې د دې ولایت خلکو ته له ډېرې مودې راهیسې ګواښونه کېږي خو وسله‎والو پرمختګ نه‎دی کړی.

هغه زیاته کړه چې ۲۰ ورځې دمخه غزني کې د وسله‎والو طالبانو پر ضد عملیات پیل شول او په پایله کې درنه مرګ ژوبله ورواوښته.

عبدالکبیر متین زیاته کړه:

"غزني کې په وروستیو عملیاتو کې ۵۳۸ وسله‎وال ووژل او زخمیان شول چې د هغوی د مړو شمېر ۳۷۰ او د زخمیانو ۱۶۸ ته رسېږي. په ‎دې عملیاتو کې د هغوی وسلې او نور جنګي وسایل هم نیول شوي یا تخریب شوي دي. په‎ دې عملیاتو کې په خواشینۍ وایم چې لږ تر لږه ۹۹ تنه زموږ د امنیتي ځواکونو له ډلې وژل شوي او زخمیان دي."

د غزني والي زیاته کړه چې د "سلطان" په نوم پوځي عملیات د دې ولایت د اندړو، ګیرو اوده‎یک ولسوالیو په شاوخوا کې شوي چې د پکتیکا لاره هم ورسره پرانیستل شوې ده.

هغه څرګنده کړه چې غزني کې د امنیتي وضعیت د ښه کولو لپاره له قومي مشرانو او د خلکو له استازو سره خبرې کوي او له ‎دې لارې د وسله‎والو طالبانو او نورو ډلو لپاره د فعالیت ساحې د محدودولو هڅې یې پيل کړي دي.

عبدالکبیر متین وايي:

"زموږ ټوله تکیه پر پوځي عملیاتو نه‎ده بلکې موږ له خپلو خلکو سره هم په تماس کې یو او هڅه کوو چې په ټول ولایت کې امنیت ټینګ شي. موږ دلته له دیني عالمانو، قومي مشرانو د خلکو له استازو سره پر خبرو او مشورو زیاته اتکا کوو او له هغوی غواړو چې د ځان د خپلو کورنیو او بچیانو لپاره د امنیت په ټینګولو کې مرسته وکړي."

وسله‎والو طالبانو تر اوسه غزني کې د وروستیو پوځي عملیاتو په اړه څه نه‎دي ویلي خو د افغانستان ملي دفاع او کورنیو چارو وزارتونو تر دې مخکې ویلي وو چې د "شفق ۲" په نوم وروستیو پوځي عملیاتو کې هم غزني ولایت شامل کړی و.

امنیتي ادارې وايي چې د مني او ژمي په میاشتو کې به پراخ پوځي عملیات وشي.

XS
SM
MD
LG