د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۵۵

دفاع وزارت طالبانو سره د مډرنو پوځي تجهیزاتو شتون رد کړ


د افغانستان دفاع وزارت له وسله‌والو طالبانو سره د مډرنو او پرمختللو پوځي تجهیزاتو شتون رد کړ.

د دفاع وزارت مسؤلین وايي، طالبان تر ډېره د یو شمېر ګاونډيو هېوادونو له‌خوا تمویل او تجهیز کېږي، خو د دوی وسلې او مهمات دومره پرمختللې نه‌دي.

د دفاع وزارت مرستیال جنرال افضل امان د دوشنبې په ورځ ازادي راډيو سره په خبرو کې وویل چې طالبان لا هم د ډیورنډ کرښې له اخوا تمویل او تجهیز کېږي.

امان: زه فکر نه‌کوم چې طالبان دې له ځانه سره دومره پرمختللې وسلې ولري.
امان: زه فکر نه‌کوم چې طالبان دې له ځانه سره دومره پرمختللې وسلې ولري.

نوموړي زیاته کړه:

"زه فکر نه‌کوم چې طالبان دې له ځانه سره دومره پرمختللې وسلې ولري چې مقابله وکړي، د ډيورنډ کرښې اخوا چې د طالبانو د روزنې مرکزونه دي، له همغه ځایه دوی ته وسلې او مهمات لېږل کېږي."

دفاع وزارت وايي، هغه وسلې چې وسله‌والو طالبانو د امنیتي ځواکونو پر پوستو د بریدونو پر مهال ترلاسه کړي، د اندېښنې وړ نه‌دي او يو شمېر يې له‌منځه وړل شوي دي.

د راپورونو له مخې وسله‌والو طالبانو د افغان امنیتي ځواکونو پر پوستو باندې په خپلو وروستیو بریدونو کې د مډرنو وسلو او تجهیزاتو څخه ګټه پورته کړې او ویل کېږي چې په دې وروستیو کې د هلمند والي هم منلې چې وسله‌والو طالبانو په هلمند کې د جنګ پر مهال له ډرون کمرو څخه استفاده کړې ده.

په ورته وخت کې افغان پوځي کارپوهان د موضوع په تائید سره وايي، کومې وسلې چې د طالبانو لاس ته ورغلي پاکستان‌يې د جوړولو توان نه‌لري.

پوځي کارپوه عتیق‌الله امرخېل د طالبانو د تمویل او تجهیز په برخه کې لوېدیځ هېوادونه تر ډېره ښکېل ګڼي.

عتیق‌الله امرخېل
عتیق‌الله امرخېل

نوموړي زیاته کړه:

"طالبان د جنګ په حالت کې قرار لري او دغه جنګ قوي تمویل ته اړتیا لري، دغه قوي منابع پرته د مډرنو او پرمختللو غربي هېوادونو د مرستې او يا هم د دوی د قاچاقي همکاریو پرته امکان نه‌لري او دا کار پرته د غربي هېوادونو د مرستې شونې نه‌دی."

ښاغلی امرخېل وايي، هغه څه چې وسله‌والو طالبانو د امنیتي ځواکونو پر پوستو د بریدونو په پایله کې لاسته راوړي، د رنجرو موټرو او څو میلو وسلو پرته نور څه نه‌دي.

په ورته وخت کې د سیاسي چارو شنونکی یونس فکور سره له دې چې پاکستان د طالبانو د روزنې د مرکز په توګه مني، خو وايي چې د طالبانو په تمویل او تجهیز کې اسلامي افراطي ډلې ډېر لاس لري.

فکور: هغه مرسته چې د اسلامي افراطي ډلو له‌خوا راټولېږي، د دوی لپاره یوه منبع ده.
فکور: هغه مرسته چې د اسلامي افراطي ډلو له‌خوا راټولېږي، د دوی لپاره یوه منبع ده.

هغه زیاته کړه:

"هغه مرسته چې د اسلامي افراطي ډلو له‌خوا راټولېږي، د دوی لپاره یوه منبع ده، هغه پرمختللې وسلې چې نن سبا يې دوی ترلاسه کوي، پرته د عربو شیخانو له همکارۍ ممکنې نه‌دي، طالبان له دوی سره نېږدې اړیکې لري، د عربو اسلامي سازمانونه دوی تمویلوي."

ښاغلی فکور وايي، په پرمختللو وسلو او تجهیزاتو د طالبانو سمبالېدل د افغان امنیتي ځواکونو په مورال اغېز لرلای شي.

خو د افغانستان دفاع وزارت وايي، افغان امنیتي ځواکونه په لوړ مورال د طالبانو په وړاندې ولاړ دي او دوی ته به کله هم دا اجازه ورنه‌کړي چې خپلو هدفونو ته ورسېږي.

راپور: محمد واصل وصال

XS
SM
MD
LG