د لاسرسي لېنکونه

د طالبانو مشران په پاکستان کې له زیاتېدونکي فشار سره مخ دي چې یا دې له افغان حکومت سره د سولې خبرې وکړي او یا دې خپلې کورنۍ او کاروبارونه له دې هېواده وباسي.

په دې اړه ځینو پاکستاني چارواکو او طالب سرچینو امریکا غږ ته څرګندونې کړي دي.

یو لوړپوړي پاکستاني چارواکي چې د افغانستان له پالېسۍ سره په تړلو مسئلو کې ښکېل دی او نوم اخیستل‌یې نه‌غوښتل امریکا غږ ته ویلي، پر افغان طالبانو دا فشار دوام لري او ځینې یې لا دمخه له دې هېواد وتلي دي.

په دې وروستیو کې داسې راپورونه خپاره شول چې پاکستان د بلوچستان په ایالت کې د افغان طالبانو ځیني مشران نیولي دي.

پاکستاني چارواکي په داسې حال کې پر افغان طالب مشرانو د فشار راوستلو خبره کوي چې په دې وروستیو کې پر دې هېواد نړیوال فشارونه زیات شوي دي.

په ځانګړي توګه افغان حکومت او د امریکا متحده ایالاتو په پرله‎پسې توګه له پاکستانه غوښتي څو د هغو طالب مشرانو پر ضد اقدامات وکړي چې په افغانستان کې بریدونه پلانوي.

د جمعې په ورځ په قطر کې د طالبانو یوې سرچینې ازادي راډیو ته وویل چې له دوحې څخه د طالبانو درې تنه استازي پاکستان ته تللي څو له پاکستاني چارواکو سره دغلته د یو شمېر طالب مشرانو د نیول کېدو په اړه خبرې وکړي.

XS
SM
MD
LG