د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۰۲

ویسا: بشپړه سوله څه وخت راتلی شي؟


د کابل چاپ نننیو ورځپاڼو خپل مطالب او تبصرې تر ډېره په افغانستان کې روان امنیتي وضعیت او د سولې په اړه وروستیو پرمختګونو ته ځانګړي کړي دي.

ویسا:

ویسا خپلواکې ورځپاڼې په خپل لومړي مخ کې د طالبانو مشر ملا هبت الله اخندزاده ته د سید طیب اغا د لیک په اړه یو مطلب خپور کړی چې پکې راغلي د طالبانو مشر او کمېسیونونه دې له پاکستانه ووځي.

په مطلب کې راغلي، سید طیب اغا ویلي چې له بهرنیو استخباراتو سره اړیکې تباهۍ او شرته لاره برابروي.

د مطلب لیکوال د دې لیک یوه بله برخه هم را اخیستې چې پکې راغلي طالبان دې هغه کسان چې د پاکستان، ایران او نورو هېوادونو له استخباراتو سره مستقیمي یا غیر مستقیمي اړیکې لري له خپلو لیکو وباسی.

دې ورځپاڼې خپله سرمقاله د بشپړه سوله څه وخت راتلې شي ترعنوان لاندې لیکلي او په دې برخه کې یې هیلو او خنډونوته اشاره کړې.

دنیا:

دنیا ورځپاڼې هم یوه مطلب ته دا سرلیک ورکړی چې افغانستان د تروریزم قرباني دی.

په دې اړه مطلب کې ویل شوي چې په افغانستان کې د روان تاوتریخوالي او تروریستي فعالیتونو ریښه د سیمې په هېوادونو کې ده او باید دې مسئالې ته د نړیوالو له لوري جدي پام وشي.

هېواد:

هېواد دولتي ورځپاڼې په خپل لومړي مخ کې لیکلي چې د ترهګرۍ پرضد مبارزه د اسلامي نړۍ سترمسؤلیت دی.

په مطلب کې د اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله له قوله راغلي چې تروریزم او افراطیت بېلا بېل اسلامي هېوادونه په بېلا بېلو نومونو له سختو ستونزو سره مخامخ کړي او داموضوع د پام وړ ده.

دې وورځپاڼې په یوه بل مطلب کې لیکلي چې طالبانو له انکارسره سره په قطر کې د سولې خبرې منلي.

په مطلب کې په افغانستان کې د پاکستان د پخواني سفیر رستم شاه مهمند له قوله ویل شوي چې د قطر له خبرو وروسته پاکستان د طالبانو یو شمېر مهم مشران په خپله خاوره کې ونیول.

ملي ارمان:

او ملي ارمان ورځپاڼې په خپل لومړي مخ کې د ارګ په حواله لیکلي چې د طالبانو د کوټې شورا غړو د سولې د خبرو لپاره علاقمندي ښودلې ده.

خو په همدې مطلب کې د ځینو څېړونکو له قوله راغلي چې طالبان به هیڅکله مذاکراتو ته حاضر نشي.

ملي ارمان ورځپاڼې خپله سرمقاله هم د سولې موضوع او په دې برخه کې د سعودي عربستان رول او مرستې ته ځانګړې کړې.

سرمقاله لیکونکي ویلي چې که ریاض په رښتیا وغواړي کولای شي د دې هېواد د سولې له پروسې سره د پام وړ همکاري وکړي.

نسیم شفق.

XS
SM
MD
LG