د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۱۹

ژنیو کې د افغان کډوالو په اړه څلور اړخیزه غونډه جوېږي


نن جمعه په ژنیو کې د کډوالو په باب یوه څلور اړخیزه غونډه د افغانستان، پاکستان، ایران او د ملګرو ملتونو د سازمان د عالي کمېشنرۍ تر منځ جوړېږي.

د افغانستان د اجرائیه ریاست ویاند وایي چې په دغه غونډه کې ډېر په پاکستان او ایران کې د افغان کډوالو اړه خبرې کېږي.

جاوید فیصل په دې اړه تېره شپه ازادي راډیو ته وویل:

​فیصل: په مشخص ډول ایران او پاکستان کې د افغان کډوالو په اړه خبرې کېږي.
​فیصل: په مشخص ډول ایران او پاکستان کې د افغان کډوالو په اړه خبرې کېږي.

"په مشخص ډول هغه مسألې چې مطرح کېږی،د هغو کډوالو په اړه دي چې په ایران او پاکستان کې دي، افغانستان ته د دوی ستنېدنه او په ایران او پاکستان کې
د دوی اوسنی وضعیت."

دا په داسې حال کې ده چې لسګونو زرو افغان کډوالو اروپایي هېوادونو ته هم پناه وړې چې له نامعلوم برخلیک سره مخامخ دي.​

په دې وروستیو کې د اروپایي ټولنې هېوادونو خپل هېواد ته د یو شمېر افغان کډوالو د ستنولو اقدام کړی دی.

د «اسوشیېټیډ پرس اژانس» په لیکنه د افغانانو یوه ستره ډله چې سختې لارې یې وهلي او په زیات لګښت یې ځان د بالکان هېوادونو ته رسولی، غواړي د اروپایي ټولنې هېوادونو ته ولاړ شي، خو له دې بې خبره دي چې له دغه ناخوالو ډک سفر نه وروسته به بېرته خېل هېواد ته لېږل کېږي.

د دغو کډوالو په زرهاوو تنه همدا اوس د صربیا په پلازمېنه «بلګراد» کې دي چې هیله من دي د اروپایي ټولنې په هېوادونو کې ژوند پيل کړي او هغوی له هغې موافقې نه چې د افغانستان حکومت او اروپايي ټولنې تر منځ لاسلیک شوې شکایت لري، دوی وایي، که دوی افغانستان ته ولېږل شي، زړونه یې درېږي.

خو د افغانستان د اجرائیه ریاست ویاند وایي چې اجرائیه رئیس دوې ورځې مخکې د یوې غونډې په ترڅ کې له اروپایي چارواکو سره خبرې کړي او دوی ته یې ویلي چې د کډوالو ستنېدل باید جبري نه شي.

د اجرائیه ریاست ویاند جاوید فیصل څرګنده کړه چې هېواد ته د افغان کډوالو د ستنېدلو موضوع سملاسي او په بېړه نه ده:

"هغه کډوال چې په اروپا کې دي باید ورته ووایو چې د افغانستان حکومت څه نا څه له یو نیم کال راهیسې له اروپایي ټولنې سره په خبرو کې وو او په دې باب خبرې شوي او دا یوه بېړنۍ او یو اړخیزه پریکړه نه ده."

ښاغلي فیصل زیاته کړه چې د افغانستان حکومت له اروپايي ټولنې غوښتي دي چې د هر کډوال دوسیه په جلا توګه وڅېړل شي او د کډوالو ستنول باید د پړاو په پوره کولو وشي.

هغه وویل، وروسته له دې چې هر هېواد د خپل قانون له مخې یې قانوني پړاو بشپړ شو او د کډوالو په باب پریکړه وشوه، په هغه صورت کې، د ښاغلي فیصل په وینا د افغانستان حکومت لازم تیاری نیسي او دا بیا د افغانستان د حکومت دنده او مسؤلیت دی چې د خپل هر تبعه لپاره د ژوند شرایط برابر کړی.

ده زیاته کړه چې دا ستنېدل هم باید تدریجي وي او جبري نه وي.

XS
SM
MD
LG