د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۸ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۳۴

WFP: له پاکستانه راستنېدونکو کډوالو سره دې بېړنۍ مرستې وشي


د ملګرو ملتونو سازمان ګواښ کوي چې که له پاکستانه د افغان راستنېدونکو کډوالو وضعیت ته پام ونه‎شي، ښایي یو جدي ناورین پېښ شي.

دا سازمان وایي، له پاکستانه د راستنو شویو کډوالو وضعیت ته د رسېدنې لپاره ۶۶ میلیونو ډالرو ته اړتیا ده څو د ژمي له رسېدو مخکې پوره مرستې د دوی په اختیار کې کېښودل شي.

د خوړو د نړیوال سازمان مرستیاله انجلین روداکوبنا وایي، دغه مرستې باید د واورو له ورېدو او لارو د بندېدو نه مخکې د افغانستان بېلابېلو سیمو ته ورسول شي.

دې د بروکسل کنفرانس په درشل کې د ګارډین ورځپاڼې ته وویل، که مرسته کوونکي هېوادونه او ټولنې بېړنی اقدام ونه‌کړي، د افغانستان-پاکستان په پوله کې به یو انساني ناورین پېښ شي.

د خوړو د نړیوال سازمان مرستیاله وایي، مسؤلین باید د راتلونکې یوې میاشتې په ترڅ کې جدي تدبیرونه ونیسي او د هوا د سړېدو له امله د تلفاتو د مخنیوي په خاطر اقدامونه باید د ۳۰ ورځو په ترڅ کې اجرأ شي.

تمه ده د بروکسل په کنفرانس کې چې نن او سبا به د افغانستان په اړه متمرکز وي، په بېلابېلو برخو کې د نړیوالو مرستو ژمنه وشي خو په مشخصه توګه پاکستانه د افغان راستنېدونکو کډوالو د غم خوړلو په باب څه نه‌دي ویل شوي.

د خوړو نړیوال سازمان اټکل کوي چې خپل وطن ته د افغانانو راستنېدل او له پاکستانه د یو شمېر کډوالو اجباري اېستنه به د دې لامل شي چې د ۲۰۱۶ میلادي کال تر پایه پورې ۶۰۰ زره تنه افغانستان ته راستانه شي چې یوازې څه نا څه ۲۰۰ زره تنه‌یې قانوني اسناد لري.

په کابل کې د کډوالو په اړه د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ مسؤله مایا امیراتونګا وایي، د سرپناه نه‌درلودل په افغانستان کې د راستنېدونکو تر ټولو لویه ستونزه ده.

دې د روېټرز اژانس ته ویلي چې نورې ننګونې هم وطن ته د راستنېدونکو افغانانو په اړه شته.

امیراتونګا زیاته کړه:

"یو له کلیدي مسئلو څخه همدا ده چې دوی چېرې ژوند وکړي. د دوی ځیني کولای شي له خپلوانو سره واوسېږي اما نور ښایي دا امکان ونه‎لري. نو په خواشینۍ سره هغه څه چې وینو همدا دي چې خلک افغانستان ته په راستنېدو سره بیا هم لکه د بې‌ځایه شویو په شان دي. یعنې دوی د ژوند کولو لپاره یو مؤقت ځای ته ځي او هڅه کوي چې کار پیدا کړي او دا هم یوه بله ننګونه ده."

د پاکستان د پولیسو او حکومت له‎خوا د فشارونو په زیاتوالي او دغه‌راز د هغه هېواد د عادي خلکو له‎خوا د سپکاوي له امله، په سلګونه زره افغان کډوال د سږکال په اوږدو کې بېرته افغانستان ته ستانه شوي دي.

د دوی ډېرو کسانو څو لسېزې په پاکستان کې ژوند کړی او هلته‌یې کار او سرپناه درلوده.

ګارډین بریتانیایي ورځپاڼه په دې باب لیکي، د خوړو نړیوال سازمان وایي چې دوی په راتلونکو شپږو میاشتو کې څه د پاسه درې میلیونو افغان کډوالو ته د رسېدنې په خاطر د ۵۵ میلیونو ډالرو مرستې له کموالي سره مخامخ دي.

له افغانستانه د نړیوالو قوتونو په وتلو او د مرستندویو پروګرامونو له کمېدو سره د افغان کډوالو لپاره ځانګړې شوې مرستې هم متأثرې شوې دي.

اوس کډوالو ته د مرستې رسولو سازمانانو سترګې د بروکسل کنفرانس ته اړول شوي دي څو د دغې ناستې ګډون کوونکي د سلګونو زرو راستنو شویو افغان کډوالو په وضعیت قطعی پرېکړه وکړي.

XS
SM
MD
LG