د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۳۰

ولې عام پاکستانیان دېره افغان کډوالو ته د هندو خطاب کوي؟


راپورونه وايي، د افغانستان او هند د اړیکو د نېږدې کېدو له کبله په پاکستان کې دېره افغانان له خورا زیاتو ستونزو سره مخ شوي دي.

په پاکستان کې دېره افغان کډوال وايي، د هند او پاکستان په اړیکو کې د کړکېچ له کبله هلته د دوی ژوند تریخ شوی دی.

اکثره هغه کډوال چې افغانستان ته ستانه شوي دي، وايي په پاکستان کې ځکه له ستونزو سره مخامخ وو چې د افغانانو په وړاندې ان په عوامو کې کرکه زیاته شوې ده او دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان او هند تر منځ اړیکې خورا زیاتې نېږدې شوې دي.

رویټرز خبري آژانس په دې اړه په یوه راپور کې لیکي چې زیاتره پاکستانیان هند ته د پاکستان د ستر دښمن په سترګه ګوري او اوس چې د کابل او نوې ډېلي اړیکې نېږدې شوې دي د افغانانو په وړاندې د عوامو احساسات هم بدل شوي دي.

روېټرز افغانستان ته د ستانه شوي افغان کډوال سمیع‌الله له قوله لیکي چې وايي، عام خلک اوس په پاکستان کې دېره افغانانو ته د هندو خطاب کوي په داسې حال کې چې پخوا به‌یې کابلیان بلل.

سمیع‌الله وايي، خلک ورته وايي چې افغانانو له هند سره دوستي غوره کړې ده نو ځکه تاسو هم باید هند ته ولاړ شئ.

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنري وايي، له پاکستانه د افغان کډوالو د راستنېدو بهیر چټک شوی دی.

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنري وايي، له پاکستانه د افغان کډوالو د راستنېدو بهیر چټک شوی دی.
د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنري وايي، له پاکستانه د افغان کډوالو د راستنېدو بهیر چټک شوی دی.

په افغانستان کې د «یو، ان، اېچ، سي، ار» د دفتر مشره مایا امیراتونګا روېټرز آژانس ته ویلي چې خپل هېواد ته ستانه شوي افغانان ځینې د خپلو خپلوانو په کورونو کې دېره دي خو ځینې نور يې دا امکان هم نه‎لري.

مېرمن امیراتونګا وايي، اکثراً دا خلک له ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.

یو شمېر افغان کډوالو په پاکستان کې له دوی سره د ناوړه چلند او نورو ستونزو په اړه له ازادي راډیو سره هم خبرې کړي.

د کراچۍ ښار له سهراب ګوټ څخه له خپلې کډې سره افغانستان ته روان ۲۲ کلن جمال وايي چې د مهاجر کارتونو لرلو سره سره به پولیسو له افغان کډوالو سره ناوړه چلند کاوه.

د بغلان اصلي اوسېدونکی عبدالکریم وايي چې په کوټه ښار کې د ۲۵ کالو له تېرولو وروسته د قانوني اسنادو له درلودو سره سره خپل هېواد ته ستنېدو ته اړ شوی دی.

د کابل د شکر درې ولسوالۍ اوسېدونکی سپین‎ږیری مرجان وايي چې ناڅاپه او له چمتووالي پرته افغانستان ته ستنېږي.

د روېټر راپور زیاتوي چې ان په کشمیر کې د هندي او پاکستاني ځواکونو تر منځ له وروستیو نښتو مخکې هم په پاکستان کې د دېره افغان کډوالو ژوند ستونزمن شوی و.

روېټرز د روان کال په جون میاشت کې د سلما بند پرانیستو او نورو پروژو ته چې د هند په مرسته په افغانستان کې جوړې شوي او جوړېږي اشاره کوي او لیکي، د کابل او نوې ډېلي تر منځ د اړیکو پراختیا د اسلام‎‎اباد او کابل اړیکې سړې او ترینګلې کړې.

خو پاکستاني چارواکي د افغانانو د سیسټماټیکې ځورونې ادعاګانې ردوي او وايي چې د دوی هېواد له افغانانو سره خورا زیاته مېلمه پالنه کړې.

په کابل کې د پاکستان سفارت ویاند اختر منیر روېټرز اژانس ته ویلي دي چې د هند او پاکستان اړیکې د افغان کډوالو له مسئلې سره هېڅ ارتباط نه‎لري.

خو اژانس د بلوچستان په مرکز کوټه کې د پاکستان د پوځ له یوه افسر سره هم په دې اړه خبرې کړي.

دې افسر چې نوم‌یې نه‌دی یاد شوی ویلي دي چې د پاکستان خلکو د افغان کډوالو مېلمه پالنه وکړه، هغو ته‌‎یې په خپلو کورونو کې ځای ورکړ او افغانستان باید د دې هېواد منندوی وي، خو برعکس افغانستان له هند سره ملګری شو او دا داسې ده لکه څوک چې پر تا له شا د چړې ګوزار وکړي.

په افغانستان کې له څلورو لسیزو جګړو وروسته د ملګرو ملتونو د اټکل له مخې په پاکستان کې شاوخوا یو نیم میلیون راجسټر شوي افغان کډوال استوګن دي، په داسې حال کې چې ویل کېږي له دوه میلیونه زیات نور هلته بې له قانوني اسنادو ژوند کوي.

XS
SM
MD
LG