د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۰۴

لعل: اروپا نه د ځینو کډوالو د ایستلو هوکړه غېر عادلانه ده


د افغانستان د بشري حقونو سازمان وایي، له اروپایي هېوادونو د زیات شمېر افغان کډوالو د ایستلو موافقه غیر عادلانه او د بشري حقونو نقض دی.

د دغه سازمان مشر لعل ګل لعل د چهارشنبې په ورځ له ازادي راډيو سره خبرو کې دا یوه غیر عادلانه پرېکړه یاده کړه او ویې‌ویل چې افغان کډوال باید د اروپایي ټولنې او ملي یووالي حکومت د سیاستونو قرباني نه‌شي.

د افغانستان د بشر حقونو سازمان مشر لعل ګل لعل
د افغانستان د بشر حقونو سازمان مشر لعل ګل لعل

ښاغلي لعل زیاته کړه:

"دا د بشر او د کډوالو د حقونو نقض دی. بې‌ګناه کډوال باید د اروپایي ټولنې او ملي یووالي حکومت د سیاستونو قرباني نه‎شي. په دې اړه باید زیات تحقیق وشي څو د بشري حقونو کنوانسیونونه نقض نه‎شي او هغه کسان چې دوه درې کاله هلته بې‌سرنوشته اوسېدل، له ناوړه وضعیت سره مخامخ نه‎شي."

دا په داسې حال کې ده چې د بروکسل کنفرانس په درشل کې افغانستان او اروپایي ټولنې له غير قانوني کډوالۍ سره د مبارزې لپاره پر یوه سند موافقه وکړه.

په افغانستان کې د اروپایي ټولنې د دفتر له‎خوا په خپاره شوي بیان کې راغلي چې دا سند افغانستان ته د هغو پناه غوښتونکو بېرته ستنول یقیني کوي چې غوښتنلیکونه‌یې د اروپایي ټولنې له قوانینو سره برابر نه‌وي.

جرمني کې کډوال
جرمني کې کډوال

د بیان له مخې دواړه لورو د اکټوبر په څلورمه د افغان کډوالو په اړه یوه ناسته درلوده او موافقه‌یې وکړه چې ګډه کاري ډله به په نېږدې راتلونکې کې په دې اړه یوه غونډه ولري.

د افغان حکومت د معلوماتو له مخې شاوخوا دوه نیم لکه افغانانو تېر میلادي کال په اروپایي هېوادونو کې د پناه غوښته کړې او ښایې ۴۰ سلنه دا کډوال چې شاوخوا یو لک کسان جوړوي، بېرته افغانستان ته راوګرځول شي.

اخوا د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت مطبوعاتي سلاکار حفیظ احمد میاخېل ازادي راډیو ته وویل چې د افغانستان او اروپایي ټولنې په ګډه اعلامیه کې د راستنېدونکو کډوالو اړوند ټولو ستونزو د رفع کولو مواردو ته اشاره شوې ده.

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت مطبوعاتي سلاکار حفیظ احمد میاخېل
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت مطبوعاتي سلاکار حفیظ احمد میاخېل

ښاغلي میاخېل زیاته کړه:

"پرته له شکه زموږ وطنوالو له ډېرو ستونزو سره ځانونه اروپایي هېوادونو ته رسولي دي. ډېرې پيسې یې مصرف کړي دي. احتمالاً که یو شمېر افغانان چې د پناه غوښتنلیکونه‌یې رد شوي دي، اروپایي ټولنې ژمنه کړې چې په افغانستان کې د دوی د ادغامولو لپاره به مرسته وکړي."

تر دې شپږ میاشتې مخکې د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر وویل، د داوطلبه کسانو په ګډون د افغان کډوالو هېڅ الوتکې ته به په دغه هېواد کې د کېناستلو اجازه ورنه‎کړي.

XS
SM
MD
LG