د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۸ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۲۶

خوګياڼی: د راستنو شویو کډوالو ستونزې به ژر اوارې شي


د لوی اختر راوروسته له پاکستانه د افغان کډوالو د راستنېدلو لړۍ تر پخوا نوره هم تېزه شوې ده.

د ولایتي چارواکو په خبره هره ورځ په نورمال ډول ۷۰۰ کورنۍ د تورخم له لارې خپل هېواد ته راستنېږي.

د تورخم په ښارګوټي کې تازه راستانه شوي کډوال وايي، خوښ دي چې خپل هېواد ته راستنېږي خو په خبره‌يې د سرپنا نه‌شتون او د ماشومانو تعلیم‌يې مهمې ستونزې دي چې دوی ورته له وړاندې نه په اندېښنه کې دي.

د خیالي ګل په نوم یو راستون شوی کډوال وايي:

"زما پيدایښت په پاکستان کې شوی اوس دا دی راغلو دلته هېڅ نه‌لرو ځای نه‌لرو حکومت نه غوښتنه کوو چې موږ ته ځای راکړي او یو څه مرسته راسره وکړي چې دلته خپل عادي ژوند ته راوګرځو."

بل تن ګل ولي بیا وايي:

"موږ په اټک کې اوسېدو دا نن راغلو هلته هم مشکلات و هغو خلکو چې کارتونه لرل هغوی ته په میاشت کې هم نوبت نه‌رسېده او زموږ غوندې نورو خلکو چې کارتونه‌یې نه‌لرل دوی هر وخت راتلای شي خو دوی سره بیا مرسته نه‌کېږي زموږ له حکومته غوښتنه دا ده چې موږ د سرپنا ستونزه اواره شي او زموږ د بچو د تعلیم لپاره زمینه برابره شي."

د ننګرهار ولایت ویاند عطالله خوګياڼی د کډوالو دغه اندېښنې پر ځای ګڼي او وايي، د دې اندېښنو د له‎منځه وړلو په هدف د ننګرهار والي سلیم خان کندزي د سې شنبې په ورځ د کډوالو چارو وزیر سره ناسته وکړه.

نوموړی وايي، دوی پرېکړې ته ورسېدل چې په نېږدې وخت کې به د کډوالو د سرپنا او د دوی د اولادونو لپاره د تعلیم ستونزه اواره کړي.

د ننګرهار ولایت ویاند عطالله خوګياڼی
د ننګرهار ولایت ویاند عطالله خوګياڼی

ښاغلي خوګياڼي زیاته کړه:

"د کډوالو درې مهمې ستونزې دي چې یو د دوی سرپنا مشکل و، بل د دوی د ماشومانو تعلیم ستونزه او درېيم د هغو کډوالو سره د مرستې نه‌شتون ستونزه وه چې په پاکستان کې نه‌وو راجسټر شوي دا ټولې ستونزې نن والي صیب د کډوالو چارو وزیر سره شریکې کړې او پرېکړه وشوه چې په کوټ او بهسودو ولسوالیو کې به کډوالو لپاره د ځمکې د ډيزاین چارې پيل شي او دارنګه د معارف وزارت سره خبرې وشوې چې د ټولو راستنو شویو کډوالو زده‌کوونکو نه به د سویه ازموینه اخیستل کېږي او بیا دلته په ښوونځيو کې استخدامېږي او غېر راجسټر شویو کډوالو لپاره پنځه میلیونه ډالر منظور شوي دي."

نوموړی وايي، هغه کورنۍ چې نه‌دي راجسټر شوي د هغوی سره د مرستې لپاره پنځه میلیونه ډالر منظور شوي او د سل ميلیونه افغانيو وړاندیز مرکزي حکومت ته شوی تر څو د کډوالو ستونزې ورسره حل شي.

د ویلو ده په سلګونو کورنۍ چې په دې وروستیو کې له پاکستانه راکډه شوي یو شمېر په شېخ مصري کمپ کې او ځينې نورې بیا د لغمان په ګمبېري دښته کې د شنه اسمان لاندې ژوند کوي.

راپور: شاه محمود شینواری

XS
SM
MD
LG