د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۳۴

ولسي جرګې د حزب اسلامي سره د سولې د تفاهم لیک ملاتړ وکړ


د افغانستان د ولسي جرګې اکثرو غړیو د شنبې په ورځ د جرګې په عمومي غوڼده کې، د افغان حکومت او ګلبدین حکمتیار ترمشرۍ لاندې د حزب اسلامي ترمنځ، د سولې د تفاهم لیک ملاتړ وکړ.

د ولسي جرګې غړیو وویل، د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ له حزب اسلامي سره د سولې تفاهمنامه، د هېواد او خلکو په ګټه ده او د حکومت نورې مخالفې وسله والې ډلې به وهڅوي چې له حکومت سره د وسله وال مخالفت پرځای، د سولې د ټینګښت په خاطر مذاکرات پیل کړي.

د ولسي جرګې اکثرو غړیو د اخبري د شنبې په ورځ د جرګې په عمومي غونډه کې وکړې.

د جرګې د غړیو د بحثونو وروسته د جرګې رئيس عبدالرووف ابراهیمي وویل، له حزب اسلامي سره د افغان حکومت د سولې تفاهم لیک د افغانستان د خلکو غوښتنه او اړتیاوه.

ابراهیمي:د سولې تفاهم لیک د افغانستان د خلکو غوښتنه او اړتیاوه.
ابراهیمي:د سولې تفاهم لیک د افغانستان د خلکو غوښتنه او اړتیاوه.

هغه زیاته کړه:

"د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت او د ګلبدین حکمتیار ترمشرۍ لاندې د حزب اسلامي ترمنځ د سولې د تفاهم لیک لاسلیک کېدل د افغانستان د سترملت هیله وه، الحمدلله د دوو کلونو انتظار وروسته، لاسلیک شوه، تاسې او د افغانستان ملت ته یې مبارکي وایم."

د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ له حزب اسلامي سره د افغان حکومت د سولې تفاهمنامه، د شاوخوا پنځه میاشتو خبرو اترو او هڅو وروسته، د تېرې پنجشنبې په ورځ، په کابل کې د دواړو لورو د استازیو ترمنځ لاسلیک شوه.

یاده تفاهمنامه تېره پنجشنبې لاسلیک شوه
یاده تفاهمنامه تېره پنجشنبې لاسلیک شوه

​په دې ورځ د ولسي جرګې په عمومي غوڼده کې د ګوتو په شمار څو غړیو، د حکومت او حزب اسلامي ترمنځ د سولې له تفاهم نامې سره مخالفت هم وښود.

د جرګې غړې ریحانه ازاد وویل په یاد تفاهم لیک کې د حزب اسلامي د مشر لپاره د قضايي تعقیب د معافیت ذکر هم شوی چې دا د دی په خبره د افغانستان د خلکو د ارادو خلاف ټکی دی:

"دا حق هیڅوک نه لري چې قضایي خوندیتوب هغو نړیوالو تروریستانو ته ورکړي چې د افغانستان خلک یې په وینو او خاورو لړلي، څنګه کېدای شي، پرته له هرڅه قضايي خوندیتوب ورکړل شي."

د جرګې غړي حمیدالله توخي هم د سولې دا تفاهم لیک مهم وباله او غوښتنه یې وکړه چې نور وسله وال مخالفین هم سولې ته غاړه کېږدي:

"خداې ته دعا کوم چې دا سوله پایداره شي او نور هغه خلک چې د افغانستان د دولت پر ضد جنګېږي، که د طالب په نوم یا کوم بل نوم دی، هغوی هم له حکمتیار صاحب څخه د سولې لاره او غوره یې کړي."

د جرګې غړیو تاکید وکړ چې د حکومت او حزب اسلامي ترمنځ د سولې تفاهمنامه دې ژر تر ژره د ولسمشر اشرف غني او د حزب اسلامي د مشر ګلبدین حکمتیار ترمنځ هم لاسلیک شي.

د جرګې غړیو د تفاهم لیک پر دواړو لورو ټینګار وکړ چې د دغه تفاهم لیک مواد دې، په صداقت سره پلي کړي.

سربېره پردې افغان حکومت له څو کلونو راهیسې هڅې کوي چې له وسله والو طالبانو سره هم د سولې مذاکرات ترسره کړي.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG