د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۲۲

سرخط: بین الافغاني مذاکرات بریالي شول


د کابل چاپ نننیو ورځپاڼو تر ډېره د حکومت او د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ د حزب اسلامي ترمنځ د سولې پر تفاهم لیک او نتایجو یې مطالب او تبصرې خپرې کړې دي.

ویسا:

ویسا په خپله سرمقاله کې لیکلي چې د حزب اسلامي او حکومت ترمنځ د سولې د توافقاتو لاسلیک، خو په سرمقاله کې راغلي چې لاهم زموږ د سیاسي بلوغ د ازمایښت شېبې پاتې دي.

په سرمقاله کې راغلي چې دا یوښه اقدام وو او خلک یی هرکلی کوي، خو سرمقاله لیکونکي هیله کړې چې دواړه خواوې د خپلو توافقاتو د عملي کولو په برخه کې پر خپلو ژمنو ودرېږي.

سرمقاله لیکونکي ویلي چې نورې وسله والې ډلې هم باید سولې ته مخه کړي او د یوه مناسب میکانیزم پراساس له حکومت سره د سولې خبرې اترې پیل کړي.

چراغ:

چراغ ورځپاڼې هم د حکومت او حزب اسلامي ترمنځ د سولې په تفاهمنامې لیکنه خپره کړې او ویلي یی دي چې ملګري ملتونه دې د حزب اسلامي پر مشر او رهبرۍ تعزیرات لري کړي.

په دې اړه یوه جلا مطلب کې راغلي چې له حزب اسلامي سره د سولې د توافقنامې لاسلیک کول نورو وسله والو مخالفانوته د سولې څرګند پیغام رسوي.

په مطلب کې د ارګ ماڼۍ د اعلامیې له مخې راغلي چې له حزب اسلامي سره د سولې تفاهم لیک لاسلیک شو او نورو وسله والو مخالفینوته هم د خبرو اترو ور پرانیستی دی.

هېواد:

هېواد دولتي ورځپاڼې هم په خپله نننۍ ګڼه کې له حزب اسلامي سره د سولې د تفاهم لیک موضوع ته ډېر مطالب ځانګړي کړي.

د دې ورځپاڼې په لومړي مخ کې په غټو ټکو ليکل شوي چې د ولسمشر غني او ښاغلي حکمتیار په هڅو بین الافغاني مذاکرات نتیجې ته ورسېدل.

په مطلب کې د حزب اسلامي د سولې د مرکچي پلاوي د مشر محمد امین کریم له قوله ویل شوي چې د نظام ملاتړ، د هېواد دفاع او د خلکو د خدمت په لاره کې هرډول قربانۍ ته چمتو دي او د سولې د هوکړه لیک له نافذیدو سره به ګلبدین حکمتیار هم کابل ته راشي.

دې ورځپاڼې خپله سرمقاله هم د سولې موضوع ته ځانګړې کړې او ویلي یې دي چې وسله وال طالبان دې هم د حزب اسلامي پر لاره روان شي.

سرخط:

سرخط ورځپاڼې هم په یوه مطلب کې لیکلي چې بین الافغاني مذاکرات بریالي شول.

په مطلب کې راغلي چې ولسمشر غني د حزب اسلامي له مرکچي پلاوي سره په لیدنه کې ویلي چې د سولې تفاهم لیک د ملي ګټو لپاره دی او هیله ده چې ښاغلی حکمتیار هم ژر کابل ته راشي.

په مطلب کې د ښاغلي غني له قوله راغلي چې افغان حکومت سولې ته ژمن دی او په دې برخه کې له هیڅ ډول هڅو مخ نه اړوي.

ملي ارمان:

او ملي ارمان ورځپاڼې په خپله سرمقاله کې پوښتلي چې د حزب اسلامي تعامل به د نظام له تمامیت غوښتونکو سره څنګه وي؟

په سرمقاله کې راغلي که حزب اسلامي امتیاز غوښتنه ونکړي، په قومي ایتلافونو کې شامل نشي او له مدني او متعارفو لارو خپل سیاسي فعالیتونه پرمخ بوځي نو ښایي چې خلک تېر هیر کړي او دا حزب په ښه او منظم ډول خپلو فعالیتونو ته دوام ورکړي.

نسیم شفق.

XS
SM
MD
LG