د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۳۶

حزب اسلامي سره د سولې په اړه د عبدالله عبدالله تازه څرګندونې


د افغان حکومت اجرائیه رئیس وايي، له حزب اسلامي سره د سولې په هوکړه‌لیک کې هېڅ داسې برخه نه‌شته چې د ملي ګټو خلاف دې وي.

عبدالله عبدالله وايي، د حزب اسلامي په ګډون له هېڅ یوې وسله‌والې ډلې سره د سولې په اړه اندېښنه نه‌لري بلکې د جنګ دوام د اندېښنې وړ موضوع ده.

عبدالله: د حزب اسلامي په ګډون له هېڅ یوې وسله‌والې ډلې سره د سولې په اړه اندېښنه نه‌لرم.
عبدالله: د حزب اسلامي په ګډون له هېڅ یوې وسله‌والې ډلې سره د سولې په اړه اندېښنه نه‌لرم.

نوموړي وویل، هغه اوازې بې‌اساسه دي چې ګوندې دی د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ له حزب اسلامي سره د سولې په برخه کې مخالفت کوي.

عبدالله عبدالله د دوشنبې په ورځ د وزیرانو شورا غونډه کې وویل چې ده له خپل اړخه د سولې عالي شورا ته له حزب اسلامي سره د سولې د هوکړې د لاسلیک په برخه کې پوره ډاډ ورکړی دی او په دې برخه کې هېڅ ملاحظه نه‌لري.

نوموړی وايي، ښه به وي چې یاد لاسلیک نور ونه‌ځنډېږي.

نوموړي زیاته کړه:

"زه دوه ورځې وړاندې د افغانستان د جهادي شخصیت او د سولې د عالي شورا رئیس پیر سید احمد ګېلاني په خدمت کې وم، هغه ته مې ډاډ ورکړ چي هغه وروستي مسایل چې هم وه هغه هم زیات وخت ته ضرورت نه‌لري او هر کله چې د سولې عالي شورا د هوکړې لاسلیک ته اماده وي موږ ملاحظه نه‌لرو."

عبدالله عبدالله وايي، له هرې وسله‌والې ډلې سره سوله وخت غواړي او باید له پوره غور وروسته ښکېلې غاړې داسې هوکړې ته ورسېږي چې بیا شوې هوکړه نورې ستونزې رامنځته نه‌کړي.

اجرائیه رئیس په داسې حال کې له حزب اسلامي سره د سولې په برخه کې له خپله اړخه د ملاتړ ډاډ ورکوي چې څه موده مخکې د حزب اسلامي د مرکچي پلاوي مشر کریم امین ویلي و چې د سولې د موافقې د سند په اړه وروستۍ موافقه شوې، خو لاسلیک‌یې د حکومت د یوه اړخ د مخالفت له کبله ځنډېدلی دی.

یو شمېر سیاسي کارپوهان بیا وايي، که څه هم ځیني کړۍ له حزب اسلامي او یا نورو وسله‌والو ډلو سره د سولې په برخه کې مخالفت کوي، خو نور د ولس صبر باید ونه‌ازمايي.

د کابل پوهنتون استاد او سیاسي کارپوه ناصر شفیق وايي:

"زه فکر کوم که له دې نه وروسته څوک د سولې پر وړاندې خنډ واقع کېږي، هغه له دې پرته چې تاریخ ته ځان تور ثابت کړي، نور هېڅ نه‌شي کولای، ځکه د افغانستان ملت سوله غواړي او هر څوک سولې ته لېوالتیا لري."

ښاغلی شفیق وايي، دا چې یوه وسله‌واله ډله اماده کېږي چې جګړه پرېږدي او په سوله کې ژوند وکړي، هېڅ‌څوک حق نه‌لري چې مخالفت‌یې وکړي ځکه افغانستان د ټولو ګډ کور دی او هر افغان په دغه کور کې د اوسېدو حق لري.

عبدالله: له حزب اسلامي سره موافقه کې کومه ملاحظه نه‌لرو
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:01:41 0:00

راپور: محمد حدیث پردېس

XS
SM
MD
LG