د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۴۴

د خوست مدني فعالان: د حکمتیار راتګ سره به د جګړې زور کم شي


د خوست یو شمېر مدني فعالان او پر سیاسي مسایلو نظر لرونکي کسان د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ د حزب اسلامي او افغان حکومت ممکنه سوله ګټوره بولي او زیاتوي، که یاده وسله واله ډله افغان حکومت سره یو ځای شي، نو دا کار به نورې وسله والې ډلې هم سولې ته وهڅوي.

دوی چې د شنبې په ورځ ازادي راډیو سره خبرې کولې ټېنګار لاره چې د افغانستان په روانو سیاسي او امنیتي حالاتو کې د سولې د ټینګېدو او د نظام د ثبات لپاره د یو شخص او ډلې مثبته ونډه هم بې اغیزې نشي پاتې کېدای.

د تړون اونیزې مسؤل مدیر سپین روان نورزي وویل، د افغان حکومت سره د حکمتیار ممکنه یو ځای کېدل سولې ته د نورو وسله والو ډلو د هڅونې او د جګړې د کمېدو لامل کېږي.

دی وايي، که چېرې دا ډله د نظام سره له یو ځای کېدو وروسته په رښتیني ډول سولې او نظام ته کار وکړي، نو هڅې به يې تر ډېره ګټورې تمامې شي.

سپین روان
سپین روان

سپین روان نورزی زیاتوي:

"د حکمتيار په مشرۍ د حزب اسلامي وسله والې ناراضه ډلې راتګ د طالبانو په ګډون نورې مخالفې وسله والې ډلې هم د سولې بهير ته مايلوي، د حکمتيار راتګ به د افغان دولت لپاره هغه مهال مؤثر تمام شي چې ښاغلى حکمتيار له نظام سره له يو ځاى کېدو وروسته په رښتيني ډول د حکومت د سياسي استحکام او د امنيت د ټينګولو لپاره کار وکړي."

د افغانستان د سولې عالي شورا ویلي چې د افغان حکومت او حکمتیار په مشرۍ د حزب اسلامي ترمنځ به د سولې چمتو کړی سند په راتلونکو دوه درې ورځو کې لاسلیک شي.

مدني فعال خوشال حسن د افغان حکومت او حکمتیار د ډلې د سولې اغېزو ته خوشبینه دی:

"د حکمتیار په راتګ سره به په افغانستان کې د سولې پروسه چټکه شي او هغه مخالفین چې د دولت سره په وسله واله جګړه بوخت دي، هغوی به هم سولې ته وهڅیږي، د مخالفینو د جګړې صفونه به ړنګ شي، د حکمتیار له راتګ سره په نظام کې هغه داخلي کشمکشونه چې اوس په نظر کې راځي، د دې کچه به راکمه شي."

مدني فعال صاحب ګل فرهاد وايي چې د حزب اسلامي د وسله والې برخې هغه ډلې چې عقیدوي رنګ يې اخیستی، هغه به نظام سره په یو ځای کېدو کې د حکمتیار ملګرتیا ونه کړي، بلکې د افغان حکومت پر ضد د نورو جنګېدونکو وسله والو ډلو سره به یو ځای شي.

د خوست یو تن ځوان ادم خان لاریون د افغان حکومت سره د حزب اسلامي د مخالف وسله وال لوري يو ځای کېدل په دې ګټور بولي چې په ځینو سیمو کې د حزب اسلامي او طالبانو خپلمنځي جګړو هم سیمې نا امنه کړي او افغان حکومت يې په یو ډول بوخت ساتلی دی.

د سیاسي چارو کارپوه او د خوست د ولایتي شورا غړی امیرالله زړه سواند د افغانستان په روانو شرایطو کې له نظام او سولې سره د مخالفو مطرحو شخصیتونو او ډلو یو ځای کېدل له اغېزې خالي نه بولي.

امیرالله زړه سواند زیاتوي:

"د افغانستان په اوسنیو حالاتو کې هر افغان ته ضرورت دی چې په شته سیاسي او پوځي حالاتو کې داسې رغنده رول ولوبوي چې د خپل وس سره سم په دې حالاتو کې مثبت تغیر راشي، نو ځکه موږ د یو شخص رول هم نه نفي کوو، ځکه هر شخص تر یوه حده څه کولای شي، نو د حزب اسلامي یو ځای کېدل په اوسنیو شرایطو کې بې تاثیره پاتې کیدای نشي."

د ځنو سرچینو د مالوماتو له‎مخې دا مهال د افغان حکومت له لوري په کابل کې د ګلبدین حکمتیار راتګ ته چمتوالی روان دی او په کابل ښار کې امنیتي تدابیر هم ډېر شوي دي.

راپور: نجیب الله الوخېل

XS
SM
MD
LG