د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۴۲

مسلمیار: حزب اسلامي سره د سولې مخالف کسان دې خلکو ته وپېژندل شي


د افغانستان مشرانو جرګه له حکومت څخه غواړي چې د حزب اسلامي سره د خبرو په وړاندې مخالف کسان خلکو ته افشا کړي.

مشرانو جرګه د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ له حزب اسلامي ډلې سره د خبرو نه د ملاتړ تر څنګ له حکومت څخه غواړي چې له دغه بهیر سره مخالف کسان خلکو ته وروپېژني.

د دغې جرګې رئیس فضل‌الهادي مسلمیار د یکشنبې په ورځ د جرګې په عمومي غونډه کې په دې اړه د سناتورانو تر بحث وروسته وویل چې د خبرو دواړه لوري هم باید په دې برخه کې وروستي جزئیات له خلکو سره شریک کړي.

مسلمیار: حکومت باید دغه مخالفتونه څرګند کړي.
مسلمیار: حکومت باید دغه مخالفتونه څرګند کړي.

​هغه زیاته کړه:

​"حکومت باید دغه مخالفتونه څرګند کړي چې څوک‌یې کوي او لاملونه‌یې څه دي، تر هغې پرته دا یوه پروسه ده چې دواړه لوري پرې کار کوي، هر کله چې وروستۍ شوه لاسلیک به شي، موږ په تمه یو چې څومره ژر لاسلیک شي ښه ده.​"

تېره ورځ د افغانستان ولسي جرګې هم له حزب اسلامي سره د افغان حکومت د سولې له خبرو ملاتړ څرګند او ټینګار یې وکړ چې دغه بهیر دې ژر تر ژره عملي شي.

څه موده مخکې د حزب اسلامي د مرکچي پلاوي مشر کریم امین ویلي و چې د تفاهم‌لیک سند وروستی شوی دی، خو د حکومت د یو اړخ د مخالفت له وجې یې لاسلیک ځنډول شوی دی.

که څه هم ولسمشرۍ ماڼۍ د مشرانو جرګې د رئیس د خبرو په اړه تبصره نه‌ده کړې، خو افغان ولسمشر محمد اشرف غني د اختر په ورځ وویل چې په دغه بهیر کې هېڅ ډول ځنډ نه‌مني.

ولسمشر غني وویل که خنډ رامنځته شي، نو د ده مسؤلیت دی چې جریان له خلکو سره شریک کړي او له هغوی وغواړي چې د سولې لپاره یوه لیکه شي.

د افغانستان مشرانو جرګې یو شمېر غړي
د افغانستان مشرانو جرګې یو شمېر غړي

په ورته وخت کې یو شمېر سناتوران هم حکومت سره د حزب اسلامي د سولې له خبرو د ملاتړ په ترڅ کې ټینګار کوي، که دا بهیر بریالی نه‌شي له نورو ډلو سره به هم خبرې ستونزمنې وي.

سناتور محمد حسن هوتک په همدې اړه وايي:

​"زه غواړم دا ووایم چې که دا پروسه ناکامه شي، بیا به حکومت طالبانو او نورو ډلو ته څه وايي چې راشئ زموږ سره سوله وکړئ؟ هغوی به ورته وايي چې تا حزب اسلامي تحمل نه‌کړ، موږ به څه تحمل کړې.​"

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د سولې عالي شورا د جمعې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې د حزب اسلامي سره وروستی شوی تفاهم‌لیک به تر راتلونکو دوه ورځو پورې لاسلیک شي.

که څه هم له حزب اسلامي سره د سولې د تفاهم‌لیک په اړه د خلکو تر منځ بېلابېل نظرونه موجود دي، خو یو شمېر سناتوران وايي چې د یاد تفاهم‌لیک لاسلیک د دغه هېواد د راتلونکي لپاره ډېر مهم دی او د نورو مخالفو ډلو د هڅونې لامل هم کېدای شي.

راپور: اجمل تورمان

XS
SM
MD
LG