د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۱۱

پکتياوال: ولسمشر دې د سولې مخالفين افشا کړي


د پکتيا مدني ټولنې، ولايتي شورا وکيلان او مخور خلک وايي چې که چېرته له اسلامي حزب سره د سولې پروسه د اشخاصو او کړيو له‌خوا سبوتاژ کېږي، نو بايد افغان حکومت‌يې نومونه افشا او ولس ته څرګند کړي.

یادو کسانو نن دوشنبې په يوې خبري ناسته کې وويل چې افغان حکومت دې د سولې پروسې سبوتاژ کوونکي افشا کړي.

د پکتيا د ولايتي شورا مرستيال جنت خان څمکني وويل، د اسلامي حزب تر څنګ بايد ولسمشر اشرف غني په جنګ کې د نورو ښکېلو اړخونو سره هم د سولې په پروسه کار وکړي.

ښاغلی څمکنی وايي:

"زه د پکتيا ټولو ولسونو په نماينده‌ګي وايم چې له اسلامي حزب سره سوله د افغانستان په ګټه ده او هغه څوک چې نه‌غواړي له دې ډلې سره سوله وشي ولسمشر اشرف غني يې بايد افشا کړي او بله خبره دا چې په جنګ جګړو کې د نورو ښکېلو اړخونو سره دې هم خبرو ته لار هواره شي او ټولو ډلو ته مو غږ دی چې راشئ او د سولې پروسې سره يوځای شئ او دغه وطن له موږ سره په شريکه جوړ کړئ."

نوموړي دا هم وويل چې که چېرته ځينې اشخاص او کړۍ نه‌غواړي د سولې په پروسه کې پرمختګ وشي، ولسمشر غني بايد ولس ته روښانه کړي چې څوک په افغانستان کې د جګړې د دوام هيله لري.

په دې خبري ناسته کې د پکتيا ولايتي شورا منشي محمدالرحمن قادري په حکومت غږ وکړ چې د نورو وسله‌والو ډلو په وړاندې هم خپل دريځ اختيار او ښکاره کړي او په خبره‌يې د سولې پروسه پیاوړې او له ټولو غاړو څخه يوه ښه منظمه اداره تشکيل کړي.

ده وویل:

"موږ د افغان حکومت د سولې له روانې پروسې ملاتړ کوو او د حکمتيار صاحب راتګ د سولې پروسې د پياوړتيا لپاره ښه ګام او اقدام ګڼو، په دې وطن کې د سولې پروسې لپاره کار په کار دی، حکومت بايد نورو وسله‌والو ډلو سره هم د سولې پروسه پياوړې کړي او که هر څوک نه‌غواړي چې دغه پروسه مخکې لاړه شي، نو حکومت دې ولس ته څرګند کړي، ځکه په دې وطن کې بايد د بحران مخه ونيول شي."

د ده په خبره، که بيا هم په حکومت کې ځينې ډلې د خپلو شخصي ګټو د تضمين په خاطر نه‌غواړي د سولې پروسه برياليتوب ته ورسېږي ولسمشر غني دې د هغوی نومونه افشا او له حکومتي څوکيو ايسته کړي.

په دې خبري ناسته کې د پکتيا مدني ټولنو په استازولۍ د ځوانانو په پارلمان کې د پکتيا د ځوانانو استازي شفيق‌الله سحر خبرې وکړې او ويې‌ويل:

"موږ د انجنیر ګلبدين حکمتيار راتګ او سولې پروسې کلک ملاتړي يو او هيله مو دغه ده چې افغان حکومت د دې پروسې سبوتاژ کوونکي رسوا کړي او خلکو ته روښانه کړي چې څوک نه‌غواړي له حکمتيار سره د روانې سولې پروسه سبوتاژ شي."

دا خبري ناسته په داسې حال کې ورغوښتل کېږي چې تر دې وړاندې په نورو ولايتونو کې هم خلکو د سولې پروسې څخه خپل ملاتړ اعلان کړی دی.

راپور: داوود تپان

XS
SM
MD
LG