د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۲۶

د ولسمشر د تقنیني فرمان په اړه درې نظره رامنځته شوي


د افغانستان د ولسي جرګې د کمېسیونو په غونډه کې نن هم د انتخاباتي اصلاحاتو په اړه د ولسمشر پر تقنیني فرمان تاوده بحثونه وشول.

د دغې جرګې دویم منشي عرفان الله عرفان ازادي راډیو ته وویل چې د کمېسیونو په غونډه کې هم کومه نهایي پریکړه ونه شوه.

د ولسي جرګې پنځلس ګونو کمېسیونونو د یکشنبې په ورځ په یوه غونډه کې د انتخاباتي اصلاحاتو په اړه د ولسمشر پر تقنیني فرمان بحث وکړ او درې نظریې رامنځ ته شوې.

د فرمان رد، تائید او یا هم سترې محکمې ته د وروستۍ پرېکړې لپاره د فرمان لېږل هغه درې نظریې وې چې د کمېسیونونو په غونډه کې مطرح شوې.

د ولسي جرګې منشي عرفان الله عرفان وایي، د پنځلس کمېسیونو له ډلې اته کمېسیونونو د فرمان د رد غوښتنه کوله، شپږو کمېسیونونو یې تائید غوښت او دریم نظر دا و چې جرګه په وروستي کال د انتخاباتو په قانون کې د لاسوهنې حق نه لري او ستره محکمه باید پرېکړه وکړي.

ښاغلي عرفان د یکشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې په دې درې واړو نظریو به په راتلونکې عمومي غونډه کې بحث وشي.

په دې درې واړو نظریو به په راتلونکې عمومي غونډه کې بحث وشي
په دې درې واړو نظریو به په راتلونکې عمومي غونډه کې بحث وشي

هغه زیاته کړه:

"اتو کمېسیونو د رد غوښتنه درلوده شپږ هم د تایید او دریمه نظریه داوه چې دا باید سترې محکمې ته ولاړه شي اکثریت کمېسیونو یې د درد غوښتنه درلوده، دا به په راتلونکو غونډه کې ښکاره شي چې کومه نظریه زیاته رایه خپلې کړي، د دوشنبې په ورځ به د رییسانوپه کمېټه کې ورباندې بحث وشي چې دا مساله کومه ورځ عمومي بحث ته وړاندې شي."

د انتخاباتي اصلاحاتو په اړه د ولسمشر د تقنیني فرمان برخه لیک ته د ولسي جرګې ځانګړې شوې د شنبې دورځې غونډه بې نتیجې پای ته ورسېده.

د ولسمشر په دې تقنیني فرمان کې د انتخاباتي کمېسیونو د تشکیل، دندو او صلاحیتونو بحث شوی او د کمېشنرانو د کار د مودې په اړه مواد هم په کې شامل دي.

له دې وړاندې یو ځل د انتخاباتي اصلاحاتو په اړه د ولسمشر لومړی تقنیني فرمان د ولسي جرګې له خوا رد شوی و.

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون وايي چې حکومت، ولسي جرګې له حکومته د باندې ځینو کړیو په لوی لاس د انتخاباتو له مسئلې سیاسي جنجال جوړ کړی دی.

د دغه کمېسیون ویاند نور محمد نور ازادي راډيو ته وویل که وضعیت همداسې دوام وکړي نو د ولسي جرګې او ولسوالیو د شوراګانو انتخابات به په ټاکلي وخت ترسره نه شي.

ولسي جرګې او حکومت د انتخاباتو مساله کاملاً سیاسي کړې ده
ولسي جرګې او حکومت د انتخاباتو مساله کاملاً سیاسي کړې ده

هغه زیاته کړه:

"ولسي جرګې حکومت د انتخاباتو مساله کاملاً سیاسي کړې ده، دوی په دې اړه کومې پایلې ته نه رسېږي، دا به ګرانه خبره وي چې په نږدې راتلونکي کې په افغانستان کې انتخابات ترسره شي."

د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو لپاره نېټه د روان لمریز کال د تلې ۲۴ ټاکل شوې، خو له دې وړاندې حکومت ویلي، ژمن دی چې په دې نېټې انتخابات ترسره کړي.

بل لورته افغان حکومت وايي، هیله لري چې د ولسي جرکې استازي به د انتخاباتي اصلاحاتو په اړه د ولسمشر تقنیني فرمان هر څومره ژر چې ممکنه وي تایید کړي.

د ولسمشر د ویاند مرستیال دوا خان مینه پال وايي، دوی تمه لري چې په راتلونکو ورځو کې به ولسي جرګه د ولسمشر د فرمان په تصویب د انتخاباتي اصلاحاتو لپاره لاره پرانیزي.

دا چې د انتخاباتو د کمېسیون او د انتخاباتو د څار بنسټونو له اندېښنو سره – سره به حکومت وتوانېږي چې په ټاکلې موده انتخابات ترسره او له هغه څخه مخکې په دې برخه کې اړین اصلاحات راولي، دا به وروسته معلومه شي.

راپور: رحمت الله افغان

XS
SM
MD
LG