د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۰۴

غفاري: د انتخاباتو د تقنیني فرمان برخلیک نن معلومېږي


د افغانستان د ولسي جرګې اداري پلاوی هيله څرګندوي چې د پارلماني او ولسوالیو شوراګانو د انتخاباتو په اړه د ولسمشر د فرمان راتلونکی به نن شنبې مشخص شي.

د ولسي جرګې دوهم نايب نعمت الله غفاري پرون ازادي راډيو ته وويل، خلک او نړيواله ټولنه تمه لري چې انتخاباتو ته زمينه برابره شي.

د افغانستان د ولسي جرګې اداري پلاوی وايي هيله لري، هر څومره چې ژر وي، د ولسمشر د فرمان راتلونکی به ډېر ژر مشخص شي او وکيلان کولای شي هر مورد چې مناسب بولي، تصويبولای شي او د اختلاف موارد د خپلو رایو په کارولو سره ردولای شي.

د ولسي جرګې دوهم نايب نعمت الله غفاري پرون له ازادي راډيو سره د خبرو پر مهال وویل چې خلک او نړيواله ټولنه تمه لري چې انتخابات وشي.

هغه زیاته کړه:

"زموږ هيله دا ده چې هر څومره چې ژر کېږي د دې فرمان راتلونکی دې څرګند شي، ځکه تاسي پوهېږئ چې خلک او هغه هېوادونه چې د افغانستان له ډموکراسي سره مرسته کوي، غواړي چې انتخاباتو ته ژر تر ژره زمينه برابره شي."

زموږ هيله دا ده چې هر څومره چې ژر کېږي د دې فرمان راتلونکی دې څرګند شي
زموږ هيله دا ده چې هر څومره چې ژر کېږي د دې فرمان راتلونکی دې څرګند شي

تر يوه مياشت زیات وخت کېږي چې په انتخاباتي سيسټم کې د اصلاحاتو په اړه د ولسمشر دوهم تقنیني فرمان ولسي جرګې ته لېږل شوی دی او ټولو سياستوالو، د انتخاباتو څارونکو ادارو او خلکو د دې قانون پر تصويب ټينګار کړی دی.

تر دې مخکې، ولسي جرګې په دې اړه د ولسمشر لومړی فرمان رد کړی وو.

نعمت الله غفاري له ازادي راډيو سره د خبرو پر مهال زياته کړه، د ولسمشر په نوي فرمان کې حکومت یو څه تغیرات راوړي او همداراز د ولسي جرګې وکيلانو هم پکې يو شمېر بدلونونه راوستلي دي.

د افغانستان د ولسي جرګې دوهم نايب زياته کړه چې د ولسي جرګې عدلي او قضايي کمېسيون د يو شمېر کمېسيونونو د وکيلانو کوربه وو او د ولسمشر تقنيني فرمان يې د نننۍ غونډې لپاره له بررسي وروسته اماده کړی دی.

ده همداراز وويل چې د دې قانون راتلونکی نن شنبې معلومېږي.

په همدې حال کې، د انتخاباتو له څارونکو څخه ځينو د دې تر څنګ چې د افغانستان له ولسي جرګې يې غوښتي چې د ولسمشر فرمان باید هر څومره چې ژر وي، تصويب کړي، ويلي چې پارلماني او د ولسواليو د شوراوو انتخابات به پر خپل وخت تر سره شي.

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسيون د ولسي جرګې او ولسواليو د انتخاباتو نېټه د سږ کال د مېزان څلوريشتمه نېټه ټاکلې ده.

د ولسي جرګې دوهم نايب د پارلماني انتخاباتو او ولسوالیو د شوراوو انتخاباتو نېټې ته په اشاره ويلي چې د مېزان مياشت د انتخاباتو پخواني کمېسيون ټاکلې وه.

د ده په وینا، کله چې د ولسي جرګې له خوا فرمان تصويب شي او د انتخاباتو د نوي کمېسيون د غړيو کمېټه انتخاب شوه، له هغه وروسته به کمېسيون د انتخاباتو د ترسره کېدو نوې نېټه ټاکي.

د قانون له مخې پارلماني او د ولسوالیو د شوراوو انتخابات بايد تېر کال تر سره شوي وای.

XS
SM
MD
LG