د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۴۱

ټیفا: له انتخاباتي اصلاحاتو پرته انتخابات خلکو ته د منلو نه دي


د افغانستان د انتخاباتو څارونکي بنسټونه د انتخاباتي اصلاحاتو په راوستلو کې حکومت په بې غورۍ تورنوي.

ټیفا یا د افغانستان د رڼو انتخاباتو د بنسټ رئیس محمد نعیم ایوب زاده وايي چې له انتخاباتي اصلاحاتو پرته به راتلونکي انتخابات افغانانو ته د منلو نه وي.

وروسته له دې چې ولسمشر محمد اشرف غني د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو د راتلونکو انتخاباتو د امنیتي پلان د نهایي کېدو امر وکړ، دغې پریکړې اوس اندېښنې پيدا کړي دي.

د ټیفا یا د رڼو انتخاباتو د بنسټ رئیس محمد نعیم ایوب زاده وایي، اړتیا ده چې حکومت لومړی انتخاباتي اصلاحاتو ته کار وکړي، په دې اړه د تقنیني فرمان برخلیک معلوم او د خلکو باور ترلاسه کړي.

ښاغلي ایوب زاده د سې شنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل، ولسمشر د دې لپاره د راتلونکو انتخاباتو د امنیتي پلان د نهایي کېدو امر ورکړی چې په وارسا او بروکسل غونډو کې د نړیوالو ملاتړ را جلب کړي.

اصلاحات په لومړیتوب کې شامل دي
اصلاحات په لومړیتوب کې شامل دي

هغه زیاته کړه:

"دقیقاً اصلاحات په لومړیتوب کې شامل دي او باید په دې برخه کې اقدام شوی وی او بیا کوم نوي کمېشنران چې انتخاباتي ادارو ته تلل هغوی خپله مستقیاً له امنیتي ارګانونو سره همغږي کوله، امنیتي ځواکونو ته دا دستور ورکول یوازې هڅه کېږي ترڅو حکومت ثابته کړي چې د انتخاباتو ترسره کېدو ته لېوالتیا لري."

افغان ولسمشر محمد اشرف غني د ملي امنیت شورا د دوشبې ورځې په ناسته کې اړوندو ارګانونو ته امر وکړ ترڅو د ولسي جرګې او د ولسوالیو شوراګانو د راتلونکو انتخاباتو امنیتي پلان نهایې کړي.

سره له دې چې د ملي وحدت حکومت د انتخاباتي اصلاحاتو عملي کول د خپلو کارونو لومړیتوب یاد کړی خو دا مهال د دغه حکومت له جوړېدو نږدې دوه کاله تېرېږي او د انتخاباتي بنسټونو د څارونکو په وینا چې د انتخاباتي اصلاحاتو لپاره هیڅ عملي اقدام نه دی شوی.

د افغانستان د اساسي قانون په اساس باید د ولسي جرګې او ولسوالیو د شوراګانو انتخابات د ۱۳۹۴ د ثور میاشتي په دویمه ترسره شوې وای خو د بېلابېلو دلایلو له وجې دغه انتخابات وځنډېدل او حکومت د انتخاباتو نېټه د روان لمریز کال د مېزان ۲۴ مه اعلان کړه.

خو د افغانستان د انتخاباتو د څارنې بنسټ یا ایوا مشر جانداد سپین غر په دې باور دی چې راتلونکي انتخابات به په خپل وخت ترسره نشي ځکه دغه انتخابات له تخنیکي، مالي او اصالاحاتو له پلوه سختو ستونزو سره مخ دي.

له دې ټولو سره د افغانستان جمهوري ریاست وایي، حکومت د انتخاباتي اصلاحاتو ترڅنګ د انتخاباتو ترسره کېدو لپاره مالي او امنیتي چارې ګړندۍ کړي دي.

د جمهوري ریاست مرستیال ویاند دواخان مینه پال وایي، حکومت ژمن دی چې د ولسي جرګې راتلونکي انتخابات په خپل وخت ترسره کړي.

دولت په خپل وخت د انتخاباتو ترسره کېدو لپاره ژمن دی
دولت په خپل وخت د انتخاباتو ترسره کېدو لپاره ژمن دی

نوموړي زیاته کړه:

"دولت په خپل وخت د انتخاباتو ترسره کېدو لپاره ژمن دی، د دې لپاره یې دوه کمېټې هم جوړې کړې دي چې یوه امنیتي کمېټه ده او بله هم مالي کمېټه ده چې په دې برخه کې کار کوي."

له بلې خوا یو شمېر سیاسي کارپوهان بیا وایي چې د ملي وحدت حکومت له پیل څخه تراوسه د رڼو انتخاباتو د ترسره کېدو لپاره قوي اراده نه درلوده.

افغان کار پوه بشیر بېژن په دې باور دی چې حکومت د اصلاحاتو لپاره خپل فرصت له لاسه ورکړی او علت هم دا دی چې د حکومت مشرانو د شفافو او عادلانه انتخاباتو په برخه کې صادقانه عمل نه دی کړی.

راپور: ناجیه ساپۍ

XS
SM
MD
LG