د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۲ غبرګولی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۱۳

انعامي: د انتخاباتو په اړه د ولسمشر د فرمان برخلیک تر۲اونیو معلومیږي


د افغانستان ولسي جرګې اداري پلاوی وايي چې د انتخاباتې اصلاحاتو په اړه د جمهور ریس د تقنیني فرمان برخلیک تر دوه راتلونکو اونیو پورې معلومیږي.

د دې جرګې منشي عبدالروف انعامي وايي چې د انتخاباتې کمېسیونونو دندو، جوړښت او صلاحیتونو په اړه دا فرمان د کمېسیونونو په غونډو کې څیړل کیږي او ژر به د جرګې عمومي تالار ته وړاندې شي.

د انتخاباتو د څار بنسټونه بیا له ولسي جرګې غواړي چې د دې فرمان د رد پر ځای دې د اړتیا په صورت کې تعدیلاتو ته لومړیتوب ورکړي.

ښاغلی انعامي وايي هڅه کیږي چې د انتخاباتي اصلاحاتو په اړه د جمهور ریس د تقنیني فرمان برخلیک په دوه اوونیو کې معلوم شي او د انتخاباتي کمېسیونونو د دندو، تشکیلاتونو او صلاحیتونو په اړه دا فرمان تېره اوونی ملي شورا ته رسیدلی او په کمېسیونونو کې له بحث وروسته به د ولسي جرګې عمومي غونډې ته وړاندې شي.

د ولسي جرګې منشي عبدالروف انعامي
د ولسي جرګې منشي عبدالروف انعامي

هغه وايي چې د دې فرمان برخلیک له معلومولو پرته د اصلاحاتو د پلي کېدو بله لار نشته.

"د انتخاباتي کمېسیونونو د تشکیل او صلاحیتونو قانون له پنځو ورځو راهیسې موږ ته رارسیدلای او موږ له ځنډ پرته عدلي او قضایې چې اړوند کمېسیون یې دی سپارلی، نو دا باید زیات نه زیات تر دوه اونیو پورې عمومي مجلس ته راشي."

سره له دې چې په دې فرمان کې ځیني تعدیلات راغلي خو د انتخاباتي اصلاحاتو په اړه د جمهور ریس پخوانی تقنیني فرمان څلور نیم میاشتې وړاندې ولسي جرګې د رایو په اکثریت رد کړی وو.

هغه وخت وکیلانو ویلي وو چې د انتخاباتي کمېسیونونو ډیر کارونه د غوراوي کمېټې ته سپارل شوي او دا فرمان یې د قانون سره په ټکر کې بللی وو.

د ملي شورا ځيني غړي د نوم د نه ښودو په شرط وايي چې د دې فرمان له مخې د غوراوي کمېټې جوړښت نوی کیږي او د انتخاباتي کمېسیونونو ټول کمېشنران بدلیږي.

جمهور ریس اشرف غني او د هغه دویم مرستیال له ولسي جرګې غوښتي چې د اصلاحاتو د تطبیق په خاطر دې دا فرمان تصویب کړي.

بل خوا د انتخاباتو د څار ځيني بنسټونه وايي چې ولسي جرګه باید له بیړې او فشاره کار وانه خلي بلکې یوازې دې د فرمان د ښو طرحو ملاتړ وکړي.

د افغانستان د ازاد او عادلانه انتخاباتو د بنسټ اجرائي مشر یوسف رشید د دوشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل، دا فرمان باید له پخواني برخلیک سره مخ نه شي:

"موږ نه غواړو چې ولسي جرګه باید ژر د ولسمشر فرمان تایید کړي او په ورته وخت کې دا هم نه غواړو چې هغه دې په بې پروایي رد شي، دوی د قانون په اساس د تعدیل راوړلو حق لري، دوی باید دا قانون بشپړ مطالعه کړي، د مثبتو اړخونو یې ملاتړ او هغه چې ستونزې لري په هغې بحث وکړي."

له دې وړاندې د ملي یووالي حکومت ژمنه کړي چې د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو انتخابات به له هر اړخیزو اصلاحاتو وروسته کیږي.

په داسې حال کې چې د ولسي جرګې ډیر غړي د انتخاباتي اصلاحاتو لپاره د حکومت هڅې یوازې د ملي یووالي حکومت د مشرانو په ګټه ګڼي معلومه به شي چې دا ځل د دې فرمان برخلیک څه کیږي؟

راپور: یوسف خان ځدراڼ

XS
SM
MD
LG