د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۰۰

غني: راتلونکو انتخاباتو ته هر اړخېز چمتوالی روان دی


د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني وایي، حکومت یې په خپل وخت د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو د راتلونکو انتخاباتو ترسره کولو ته ژمن دی.

ښاغلي غني نن د کابینې په غونډه کې ویلي، د انتخاباتو لپاره هر اړخېز چمتوالی نیول کیږي.

حکومت د روان لمریز کال د تلې څلورویشتمه نېټه د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو راتلونکو انتخاباتو ته ټاکلې ده.

د افغان حکومت د کابینې نننۍ غونډه چې د ولسمشر محمد اشرف غني په مشرۍ جوړه شوې وه، تر ډېره په انتخاباتي مسائلو متمرکزه وه.

د کابینې نننۍ غونډه تر ډېره په انتخاباتي مسائلو متمرکزه وه.
د کابینې نننۍ غونډه تر ډېره په انتخاباتي مسائلو متمرکزه وه.

ولسمشر محمد اشرف غني دې غونډې ته وویل، حکومت هر اړخېزې هڅې پيل کړي څو د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو راتلونکي انتخابات په خپل وخت ترسره کړي.

ښاغلي غني زیاته کړه:

"د انتخاباتو ترسره کولو ته د ملي یووالي حکومت اراده په مطلق ډول پیاوړې او هر اړخېزه ده، انتخاباتو ته امنیتي تدابیر په یوه کمېټه کې د کورنیو چارو د وزیر په مشرۍ نیول کیږي، مالي چارې یې په یوه بله کمېټه کې چې د مالیې وزیر یې مشري کوي سمبالیږي او قانوني چارې یې استاد سرور دانش د عدلیې وزارت په همکارۍ مخته بیایي."

ولسمشرهیله ښودلې چې ولسي جرګه باید ډېر ژر د انتخاباتي اصلاحاتو په اړه د ده دویم تقنیني فرمان تصویب کړي، ځکه چې انتخابات د ولس غوښتنه ده.

ولسمشرهیله ښودلې چې ولسي جرګه باید ډېر ژر د انتخاباتي اصلاحاتو په اړه د ده دویم تقنیني فرمان تصویب کړي
ولسمشرهیله ښودلې چې ولسي جرګه باید ډېر ژر د انتخاباتي اصلاحاتو په اړه د ده دویم تقنیني فرمان تصویب کړي

د انتخاباتو په اړه بحثونه وروسته له هغې راپورته شول چې د انتخاباتو د څار بنسټونو په دې وروستیو کې پر حکومت پرله پسې انتقادونه وکړل چې انتخاباتو او انتخاباتي اصلاحاتو ته اراده نه لري.

له دې دوه ورځې وړاندې ولسمشر د ملي امنیت شورا ته لارښونه کړې وه چې د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو د راتلونکو انتخاباتو امنیتي پلان نهایي کړي.

دغو انتخاباتو ته د ۱۳۹۵ کال د تلې ۲۴ نېټه ټاکل شوې، خو د انتخاباتو څارونکي بنسټونه وایي، امکان نه لري چې انتخابات دې په خپل وخت ترسره شي، دوی یې دلیل کم وخت او د انتخاباتي اصلاحاتو په اړه ټکني فعالیتونه یادوي.

د انتخاباتي اصلاحاتو په اړه د ولسمشر لومړی فرمان تېرکال د ولسي جرګې له خوا رد شو، دا مهال په همدې اړه د ولسمشر دویم فرمان هم په ولسي جرګه کې دی، خو معلومه نه ده چې تصویب به شي او که نه؟

ایوب زاده: د انتخاباتي سیسټم اصلاح ته دې کار وشي.
ایوب زاده: د انتخاباتي سیسټم اصلاح ته دې کار وشي.

د ټیفا یا د افغانستان د شفافو انتخاباتو د بنسټ مشر نعیم ایوب زاده ازادي راډيو ته وویل، حکومت باید د انتخاباتو له تخنیکي او مالي چمتوالي مخکې، د انتخاباتي سیسټم اصلاح ته کار وکړي او په انتخاباتو د خلکو له لاسه وتلی باور، بېرته ترلاسه کړي.

راپور: اسدالله لودین

XS
SM
MD
LG