د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۰۸

د انتخاباتي اصلاحاتو د فرمان په اړه بحث بې نتیجې پای ته ورسېد


په ولسي جرګه کې د انتخاباتو اړوند د جمهور رئیس پر تقنیني فرمان، بحث بې نتیجې پای ته ورسېد.

داسې انګېرل کې ده چې د انتخاباتي نظام د اصلاتو اړوند د جمهور رئیس د تفینیي فرمان برخه لیک به د ولسی جرګې د شنبې د ورځې په غونډه کې څرګند شي خو دغه فرمان د جرګې د غړو د ضد او نقیضو غبرګونونو سره مخ او تصویبېدل او یا نه تصویبېدل یې راتلونکې غونډې پاتې شول.

د ولسي جرګې د معلوماتو له مخې پر دغه فرمان د جرګې کمېسیونونو په درې جلسو کې بحثونه شوي و او په پام کې وه چې په عمومي غونډه کې پرې وروستي بحث ترسره شي.

د جرګې د عدلي او قضايي کمېسیون مسؤل سید محمد حسین شریفي بلخابي وویل، د کمېسیونو په درېیمه غونډه کې يوازې یو اختلافي نظر مطرح شوي و.

ښاغلي بلخابي وویل، د کمېسیونونو په غونډه کې اختلافاتي ټکي د انتخاباتي کمېسیونونو د کمېشنرانو په اړه د جمهور رئیس او اجراییه رئیس مشوره په ګوته شوې ده.

د دولسي جرګې یو شمېر غړیو وویل، د اختصاصي کمېسیون په وروستۍ غوڼده کې یې ګډون نه درلود او ځینو بیا ویل چې دا فرمان یې رد کړی و.

د مواصلاتو او مخابراتو د کمېسیون غړي میربت خان منګل په دې اړه خپل نظر داسې څرګند کړ:

"د مواصلاتو او مخابراتو کمېسیون دا فرمان په مجموع کې په دې دلایلو رد کړي او دلایل مو هم په راپورکې موجود دي."

ولسي جرګې پخوا تردې د انتخاباتي نظام د اصلاحاتو اړوند د جمهور رئيس لومړی فرمان رد کړی و.

له دې وروسته په دې اړه د جمهور رئیس دوهم تقنیني فرمان شااوخوا دوه میاشتې مخکې بیاهم ولسي جرګې ته و سپارل شو.

د جرګې ځینو وکیلانو ټینګار کاوه چې، له دې زیات د دې فرمان ځنډېدل د هېواد په ګټه نه دي.

د جرګې غړې فوزیه کوفي وویل:

د دې فرمان ځنډېدل د هېواد په ګټه نه دي
د دې فرمان ځنډېدل د هېواد په ګټه نه دي

"هغه دوستان چې غواړي انتخابات ترسره نه شي او هېواد د بحران خواته لاړشي، دوی خلکو ته نه شي ورتللی او غواړي چې پر دې قانون بحث ونه شي."

ځینو بیا ویل حکومت پخپله انتخاباتو ته ژمن نه دی او غواړي یو لړ ستونزې رامینځته کړي.

د جمهور رئیس پر دوهم تقنیني فرمان بحثونه په داسې حال کې بې نتیجې پاې ته رسېږي چې څو ورځې مخکې د جمهور رئیس دوهم مرستیال و لسي جرګې ته د دفاع وزارت او ملي امینت د عمومي ریاست د نوماندو د معرفي پرمهال ویلي و چې حکومت د ولسي جرګې او د ولسوالیو د شوراګانو انتخاباتو ته ژمن دی.

سرور دانش د ولسي جرګې پر غړو او نړیوالې ټولنې غږ کړی و چې د افغانستان له شفافو انتخاباتو سره مرسته وکړي.

د ولسي جرګې مشر عبدالرووف ابراهیمي د وکیلانو د ضدونقیضو نظریاتو له وړاندې کېدو وروسته د فرمان په اړه وویل:

د ولسي جرګې مشر عبدالرووف ابراهیمي
د ولسي جرګې مشر عبدالرووف ابراهیمي

​"دا اجندا ډېره لویه ده، ستاسې تصمیم نیول یوه اندازه حوصله او زغم غواړي، نن تصمیم نیسئ او سبا پرې پښیمانه کېږئ او د خلکو ذهنونه نه شئ راټولای،سبا یوه غونډه جوړه کړي او تصمیم ونیسئ."

پخوا تردې ولسي جرګې ویلي وو چې د جمهور رئیس په دوهم فرمان کې حکومت او ولسي جرګې یو لړ بدلونونه راوستي دي.

سره له دې د دې فرمان تصویبېدو ته د افغانستان خلک په تمه ده خو د وکیلانو ضدونقیضو نظریاتو ته په کتو سره، معلومه نه ده چې دا فرمان به په راتلونکي غونډه کې تصویب شي او که نه؟

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG