د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۰۵

لاهم په افغانستان کې ۶۷ سلنه زېږونونه په کورونو کې کېږي


د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي، سره له دې چې په هېواد کې د روغتیایي مزکرونو او په کې د قابلو شمېر زیات شوی خو اوس هم ۶۷ فیصده زیږنونه په کورونو کې کیږي.

د دې وزارت مرستیالې ناجیې طارق د چهارشنبې په ورځ په کابل کې د قابلو د نړیوالې ورځې د نمانځلو په غونډه کې وویل، اوس هم ډیری امیندوارې میرمنې د ماشوم د زیږولو لپاره روغتیایي مرکزونو ته نه ځي.

د عامې روغتیا وزارت مرستیاله ناجیه طارق
د عامې روغتیا وزارت مرستیاله ناجیه طارق

میرمن طارق وویل، د عامې روغتیا وزارت هڅه کوي چې د عامه پوهاوي د پروګرامونو له لارې کورنۍ وهڅوي چې امیند واره میرمنې د زیږون پر مهال روغتیايي مرکزونو ته ورسوي.

مېرمن طارق زیاته کړه:

"د زیږونونو یو پر درې برخه چې ۳۲ فیصده کیږي په روغتیايي مرکزونو کې کیږي او ۶۷ فیصده په کورونو کې سره له دې چې اوس امکانات او منابع زیاتې شوي بیا هم له روغتیايي مرکزونه څخه لږه ګټه اخیستل کیږي. دا یو لوې توپیر دی."

میرمن طارق دا هم وايي، د مور او ماشوم د ۲۶.۴ فیصده مړینې علت انتاني ناروغي ده چې له زیږونه ۲۸ ورځې وروسته څرګندیږي.

د دې په نظر کې امیندواره میندې په روغتیايي مرکزونو کې د قابلو په مرسته زیږون وکړي، د مور او ماشوم په مړینه کې به کمی راشي.

د عامې روغتیا وزارت وايي، له زیږون وروسته مېرمنو ته پکار ده چې تر دوو میاشتو پورې د قابلو تر څارنې لاندې وي.

د عامې روغتیا د وزارت د معلوماتو له مخې په ۲۰۰۳ میلادي کال کې په هېواد کې ۴۰۰ روغتیايي مرکزونه فعال وو چې دا شمېره بیا ۲۰۰۰ ته لوړه شو چې په ۸۰ فیصدو کې يې یوه قابله یا ښځینه ډاکټره په کار ګمارل شوې ده.

د روغتیا د نړیوال سازمان د سیمه ییز دفتر د راپور له مخې اوس مهال د افغانستان په روغتیايي مرکزونو کې له ۳۵۰۰ څخه نیولې تر ۴۰۰۰ پورې قابلې کار کوي او دا شمېره باید تر راتلونکو پنځو کلونو پورې ۱۲ زرو ته پورته شي چې د ښځو اتیا فیصده اړتیاوې پوره کړي.

په ورته وخت کې قابلې له لږو امتیازاتو او ناامنیو شکایت کوي.

د سهیلا سادات په نامه یوې قابلې وویل:

"یو مو د پرسونل کموالی دی چې باید د قابلو شمېر زیات شي بله دا چې مالي امتیازات مو لږ دي. تنخواګانې مو کمې دي، هیله ده چارواکي دې ستونزې ته پام وکړي."

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت چارواکي هم مني چې قابلې د افغانستان په لېرې پرتو سیمو کې په لږو امتیازاتو کار کوي.

دوی وايي، هڅې کیږي چې قابلو ته په ولایتونو کې د کار ښې زمینې برابرې شي څو امیندوارو میرمنو ته لازم روغتیايي خدمات ورسیږي.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG