د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۱۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۱۳

طارق: ډېرې امیندوارې میرمنې د کورني تعصب له امله، د زیږون پرمهال مري


ډاکټر ناجیه طارق
ډاکټر ناجیه طارق
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وایي، په هېواد کې د روغتیایي خدماتو د پراخوالي سره سره ډېرې امیندوارې ښځې د کورني تعصب او بې عدالتۍ له امله، د زیږون پر مهال مري.

د عامې روغتیا وزارت په هېواد کې د امیندوارو ښځو د مرګ په دې کچې اندیښنه ښيي او وایي، چې اوس هم په هرو دوو ساعتونو کې یوه مور د ولادت پرمهال مړي.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت چارواکي وایي، که څه هم د نړېوالې ټولنې په همکارۍ په وروستیو کلونو کې، روغتیایې خدمات د هېواد ډیرو سیمو ته رسیدلي، خو بیا هم په ځینو ځایونو کې د ښځو روغتیایي حقوق نه مراعتیږي.

د دې وزارت د روغتیایې خدماتو مرستیالې ډاکټر ناجیه طارق د چهارشنبې په ورځ په کابل کې د مارچ د اتمې یا د ښځې د نړېوالې ورځې په مناسبت په جوړې شوې غونډه کې د زیږون پرمهال د میندو د مړینې په لوړه کچه اندیښمنه وښوده او ویې ویل چې، د زیږون پر مهال د میندو د مړینې د کچې کمیدل، د دې وزارت له لومړیتوبونو څخه دي.

اغلي طارق وویل، دې وزارت د روغتیایې خدماتو د زیاتو کوښښونو سره سره اوس هم تاوتریخوالی تعصب او بې عدالتي د زیږون او نورو مواردو کې د ښځو د مړینې سبب کېږي:

″زموږ هېواد افغانستان کې د ښځې مقام اوس هم د خشونت، تعصب او بې عدالتۍ لاندې ده.

د میړه له ناپوهۍ او تعصبه خپل ګران اولاد د کور د څلورو دیوالونو دننه دنیا ته راوړي او خپله د ولادت له دردونو په مظلومانه ډول له دنیا سترګې پټوي.″


د روغتیا وزارت دا مرستیاله وایې، که څه هم د تیرو کلونو په نسبت د میندو د مړینې کچه کمه شوې، خو اوس مهال په هرو دوو ساعتونو کې یوه مور د ماشوم د زیږیدو په وخت کې خپل ژوند بایلي.

نوموړي وایې، اوس مهال په هرو یولک ژوندیو زیږنونو کې 327 ښځې مړې کېږي حال دا چې په تیرو کلونو کې په هرو یو لکو زیږنونو کې 1600 ښځې مړی کېدلې.

د عامې روغتیا وزارت د نورو ناوړه رواجونو سره، د امنیت نشتون، د کورنیو د پوهې ټیټه کچه، د هېواد په نا امنه او لیرې پرتو سیمو کې د روغتیایې کارکونکو کمښت او د مواصلاتو د سالمو لارو نشتون د مړینې عوامل کڼي.

دا وزارت د اولادونو ترمنځ په وقفه کې د نارینه و رول مهم بولي او وایې په دې سره سړي، هم د خپلې میرمن او هم د ماشومانو ژوند ژغورلای شي.

په ورته وخت کې د ملګروملتو د سازمان د جمعیت صندوق په استازیتوب ډاکترې انیت سکسیس رابیرتسون د ښځې د نړېوالې ورځې په مناسبت جوړې غونډه کې د ښځو حقوقو ته د احترام غوښتنه وکړه:

″کله چې یوه ښځه وتوانیږي چې خپل حقوق تامین کړي او خپلو غوښتنو ته ورسیږي او وکولای شي نړۍ ته سالم اولاد راوړي نو په هغه صورت کې یې حقوق تامینیږي،کله چې د یوې پیغلې جینۍ سره په احترام چلند وشي او د ښځو په وړاندې خشونت له منځه لاړ شي نو د ټولنې په هره ساحه کې پرمختګ راځي.″

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت له کورنیو غواړي، چې د زیږنونو ترمنځ د وقفې په خاطر د کلینکونو څخه ضروري مشورې تر لاسه او عملي کړي.

دا وزارت د دیني عالمانو رول په دې برخه کې ‌ډیرمهم بولي، خو یو شمېر خلک وایې دیني عالمان په خپلو ویناوو کې د میندو د روغتیا په اړه ډیر کم څه وایي.

راپور: یوسف خان ″ځدراڼ″
XS
SM
MD
LG