د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۱۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۱۶

د روغتیا وزارت د زیږون ترمنځ د واټن نه مراعتول جدي ستونزه بولي


د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د زیږون ترمنځ د واټن نه مراعتول د میندو او نویو زیږیدلو ماشومانو ژوند ته یو ګواښ ګڼي.

د دې وزارت د کورنۍ تنظیم مسولین وايي چې د یادې موضوع د دودولو لپاره پوهاوی مهم دی او په دې برخه کې دیني عالمان ښه رول لوبولی شي.

دا په داسې حال کې ده چې د حج او اوقافو وزارت وايي، له دې وروسته به علماوو ته دنده ورکړي چې د کورنۍ د تنظیم موضوعات خلکو ته په واضح ډول بیان کړي.

د روغتیا په برخه کې د ګڼو ستونزو ترڅنګ د عامې روغتیا وزارت د زیږون ترمنځ د واټن نه مراعتول هم یوه جدي ستونزه بولي او وایي، له دې امله لاهم د میندو او نویو زیږیدلو ماشومانو ژوند له خطر سره مخ دی.

د یاد وزارت چارواکي وايي چې د زیږون ترمنځ د واټن او وخت نه مراعتول یو هغه دلیل دی چې له امله یې په هرو دوه ساعتونو کې یوه روغه مور او په هرو زور نویو ماشومانو کې اوه اویا مړه کیږي.

د عامې روغتیا وزارت د کورني تنظیم مسولې زلیخا چې د چهارشنبې په ورځ یې په کابل کې د بېلابېلو ولایتونو لسګونو دیني عالمانو ته خبرې کولې وویل چې د زیږون ترمنځ د واټن نه مراعت د مړینې خطر ډیر کړی او په کارده چې د مخنیوي لپاره یې کار وشي:

((زموږ په هېواد کې میرمنې د ماشوم په سر د جنجالونو او زیږون له امله مري، په همدې حال کې د اولادونو ترمنځ د فاصلې نه مراعت د مړینې او نورو ناوړه پیغامونو ترڅنګ د میندو د وینې او کلشیم کمیدو او خوارځواکی سبب ګرځي.))

د روغتیا وزارت د هېواد اوسنی نفوس په اټکلي ډول شاوخوا ۳۰ میلیونه یادوي وایي چې که وضعیت همداسې دوام وکړي ترلسو نورو کلونو به د افغانستان نفوس ۴۷ ملیونو ته ورسیږي.

بل خوا ځيني څیړنې ښيي چې په افغانستان کې یوازې ۱۳٪ ښځې د اولادونو ترمنځ فاصله مراعتوي په داسې حال کې چې نږدې ۵۰٪ په دې اړه پوهیږي او مخنیوی یې کولای شي.

دیني عالمان چې په کابل کې د همدې موضوع د وضاحت او عامه پوهاوی د دودولو لپاره سره راټول شوي وايي چې دا موضوع له دین سره په ټکرکې نه ده خو خلک یې د غلط تعبیر له امله نه مراعتوي.

د حج او اقافو وزیرفیض محمد عثماني دې غونډې ته وویل چې د کورني تنظیم د مراعتولو لپاره پوهاوی مهم دی او په دې برخه کې دیني عالمانو ته دنده سپاري چې دا کار وکړي:

((زموږد خلکو هیله دا ده چې علما دې ډير په ټولنیزو ستونزو تمرکز وکړي، ښه دا ده چې موږهغه ستونزې روښانه کړو چې زموږ ټولنه په اجتماعي، اقتصادي، امنیتې او نورو برخو کې ورسره مخ ده.))

دیني عالمان وايي چې په اسلامي ارشاداتو کې ماشومانو ته د دوه کلونو لپاره په شیدو ورکولو ټينګار شوی او دا موضوع خپله د زیږون تر منځ واټن ته زمینه برابروي.

په همدې حال کې ډاکټران وايي چې که ټاکل شوی دا واټن نه مراعتیږي د میندو د ویني فشار زیاتیږي، دولادت په وخت کې خونریزي ډيره وي او ګڼو نورو مرضونو تر څنګ د د دوی د کمزوری او مړینې سبب کیږي.

XS
SM
MD
LG