د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۱۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۴۲

د امیدوارۍ په وخت کې ښځې ډېرې پاملرنې ته اړتیا لري


مېرمن باید د حاملګۍ په وخت کې څه ډول تغذیه شي؛ خاوند او کورنۍ یې څه ډول چال چلند ورسره وکړي؟

حاملګي یا له زیږون نه مخکې مرحله د مور او ماشوم لپاره یو حساس پړاو دی؛ په دې وخت کې مور له ګڼو صحي او روحي ستونزو سر مخ وي؛ د حمل په لومړیو میاشتو کې کانګې او زړه بد والی لري؛ د خفګان احساس کوي، کله نا کله سردردي هم ورته پیدا کیږي او دې ته ورته ستونزو سره مخ کیږي؛ نو کورنۍ او په ځانګړې توګه خاوند باید خپلې مېرمنې ته ډیره توجه وکړي.

د حمل په وخت کې باید مور درانه او شاقه کارونه ونه کړي او په روحي لحاظ باید ډیره خوشاله وي؛ که مېرمن د حمل په وخت کې تر روحي فشار لاندې وي او یا کومه صحي ستونزه ولري؛ نه یوازې دا چې دې ته زیان رسوي بلکې هغه ماشوم چې د دې په بطن کې دی هغه هم له ګڼو مشکلاتو سره مخ کیدای شي.

په ځینو کورنیو کې اکثره دا دود دی چې د امیدوارۍ په وخت کې له مېرمنې سره ښه چال چلند نه کیږي؛ ښه خواړه نه ورکوي، درانه کارونه پرې کوي او ډاکتر ته هم په منظم ډول نه بیول کیږي.

جوړونکې: مسعوده نیازۍ

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:13:30 0:00
مستقیم لېنک

XS
SM
MD
LG