د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۱۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۲۸

د ولادت پر مهال له مور سره لومړنۍ مرستې


په روانه خپرونه کې د زېږون پرمهال له مور او ماشوم سره د کورنۍ د غړو په داسې مرستو خبرې کوو چې که مور ونه شي کولای؛ د زیږون پر مهال صحي مرکز ته لاړه شي؛ کورنۍ یې کومې مرستې ورسره کولای شي؛ که د زیږون پر مهال له مور سره عاجلې مرستې ونه شي له کومو ستونزو سره مخ کیدای شي؟

په دې برخه کې به د ډاکټرې صحي مشورې واورئ او دا چې عامې روغتیا وزارت په دې برخه کې څه کارونه کړي؛ د خپرونې په جریان کې به ترې خبر شئ.

په افغانستان کې اوس هم په ډېری سیمو کې مېرمنې د زیږون پرمهال ناوړه او خپل سري دودونه پالي؛ مثلاً د زېږون پرمهال مور نه پریږدي چې څملي په دوه پښو یې کینوي؛ خیرن ځای کې ولادت کوي او یا هم د ماشوم نوو په غیرې صحي او نا پاکو وسایلو پرې کوي؛ په کلیو کې اکثرا دا دود دی چې کله یوه مېرمن په ماشوم ناروغه وي؛ نو دا یې ورته راولي چې ولادت ورکړي؛ دا چې دا یې د کومو اصولو پر بنا مېرمنو ته ولادت ورکوي؟

دوی د عامې روغتیا وزارت له خوا روزل شوي او که په خپل سره دا کار کوي؟ او دا چې عامې روغتیا وزارت په لرو پرتو سیمو کې د زیږون پر مهال څه او کوم صحي خدمات وړاندې کوي او تر کومه په دې برخه کې لاس ته راوړنې لري د عامې روغتیا وزارت د روغتیایي پروګرامونو مشر ډاکتر سید حبیب اروال وایي دوی ځینې پروګرامونه لري چې د هغو په عملي کیدو سره به د زیږون پرمهال د میندو د مړینې کچه راټیټه کړي شي د ښاغلي اروال په وینا دوی د هیواد په کچه دیرش زره صحي کارکوونکي روزلي چې ۵۰سلنه یې ښځینه دي.

که یوه میرمن د زیږون په وخت له صحې مرکز نه لري وي او یا نه شي کولای ډاکترې ته مراجعه وکړي نو د کورنۍ غړي یې کومې لومړنۍ مرستې ورسره کولای شي؟

نسایي او ولادي ډاکتره فریده امر خیل وایي که یوه مور له صحي مرکز نه لرې وي نو د کورنۍ غړي یې باید ځینې آماده ګې ولري چې تر ټولو لومړی باید پاک ځای انتخاب شي.

جوړوونکې: مسعوده نیازۍ

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:12:45 0:00
مستقیم لېنک

XS
SM
MD
LG