د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۱۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۳

طالبانو ولې د نور او بریا تلویزیونونو خپرونې بندې کړې؟


له ارشیفه یو سمبولیک تصویر
له ارشیفه یو سمبولیک تصویر

د طالبانو له خوا پر تصویري او غږیزو رسنیو د بندیزونو له زیاتېدو سره، طالب چارواکو په وروستي اقدام کې د نور او بریا تلوېزیونونو خپرونې بندې کړې.

د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت په چوکاټ کې د رسنیزو شکایتونو او سرغړونو د رسېدنې کمېسیون غړیو سه شنبه ناوخته د دغو ټلویزیونو د خپرونو د بندولو خبر ورکړ.

د دغه کمېسیون یوه غړي ذبیح الله سادات په یوه کنفرانس کې په دې اړه وویل: "دوی اصول تر پښو لاندې کړي وو. په وار وار دوی ته ویل شوي وو چې دوی باید همغه کوم اصول چې هغه د افغانستان ملي ګټې او همدا ډول ژورنالیستي اصول دي هغې ته پابند و اوسیږي. خو متاسفانه دوی ته په وارونو توصیه شوې وه اخطار ورکړل شوی وو خو دوی هغه بابېزه ګڼلي وو. د کمیسیون غړیو پرېکړه وکړه تر څو چې د دوی دوسیه محکمه فیصله کوي تر هغې پورې به د دوی دروازې تړلې وي."

د طالبانو د رسنیزو شکایتونو او سرغړونو د رسېدنې کمېسیون بېلګې یادې نه کړې چې دغو تلوېزیونونو څه ډول ملي، اسلامي او مسلکي اصول تر پښو لاندې کړي.

د جمیعت اسلامي ګوند مشر صلاح الدین رباني چې نور تلویزون یې تاسیس کړی و
د جمیعت اسلامي ګوند مشر صلاح الدین رباني چې نور تلویزون یې تاسیس کړی و

نور تلوېزیون په ۲۰۰۷ کال کې د صلاح الدین رباني له خوا تاسیس شوی و او معمولاً یې سیاسي او دیني خپرونې کولې.

صلاح الدین رباني چې د افغانستان د جمعیت اسلامي د ګوند رهبر او د بهرنیو چارو وزیر پاتې شوی د طالبانو له بیا واکمنېدو راهیسې د طالبانو له مهمو سیاسي مخالفینو ګڼل کېږي. دی د افغانستان د ژغورنې لپاره د مقاومت شورا له مشرتابه غړیو دی.

بریا تلوېزیون هم په ۲۰۱۹ کال کې د حزب اسلامي د رهبر ګلبدین حکمتیار له خوا تاسیس شوی وو او اکثر وختونه به یې د حکمتیار بیانیې او خبرې خپرولې.

ګلبدین حکمتیار سره له دې چې افغانستان کې اوسیږي، خو د راپورونو په اساس د طالبانو له خوا له محدودیتونو سره مخ دی او ان یې په کابل کې له خپل استوګنځي ایستلی او په بل ځای کې یې مېشت کړی.

د رسنیو د حقونو فعال او د افغانستان له ازادو رسنیو د ملاتړ ادارې (نی) پخواني اجرایي رییس صدیق الله توحیدي بیا د نور او بریا تلوېزیون د خپرونو د بندولو په غبرګون ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل: "دوی څنګه ادعا کوي چې دا دوه رسنۍ د ملي او اسلامي اصولو خلاف نشرات درلودل. کوم ملي او اسلامي اصولو مخالفت دوی کړی چې دوی دا دوه تلوېزیونونه بند کړی. اصل خبر دا ده چې نور تلوېزیون د صلاح الدین رباني ملکیت او بریا تلوېزیون د حکمتیار ملکیت دی. دوی غواړي چې هېڅ سیاسي او حزبي رسنۍ پاتې نه شي. نور غیر حزبي رسنۍ هم له دوی سره ګڼې ستونزې لري."

د رسنیو د حقونو فعال صدیق الله توحیدي
د رسنیو د حقونو فعال صدیق الله توحیدي

توحیدي وایي کوم کمېسیون چې د نور او بریا تلوېزیون خپرونې بندې کړي خپلواکه نه دی او په خبره یې د طالبانو د استخباراتو، امر باالمعروف او اطلاعاتو وزارت لوړپوړي چارواکي یې غړي دي.

د هغه په خبره، ځینې رسنیز فعالان هم چې په دې کمېسیون کې غړیتوب لري د طالبانو تر فشار لاندې دي او خپل غږ نه شي پورته کولی.

صدیق الله توحیدي وايي چې طالبانو د رسنیو د محدودولو لپاره تر دې دمه ۱۵ حکمونه ورکړي. هغه نیوکه وکړه چې د طالبانو په واکمنۍ کې رسنۍ ازادي نه لري، اطلاعاتو ته لاسرسی نشته او تر څنګ یې په تلوېزیونونو کې د ښځو په ګډون او خبرو پراخ بندیز لګول شوی دی.

نی یا د افغانستان د ازادو رسنیو د ملاتړ اداره چې اوس یې فعالیتونه ځنډولي په خپل یوه راپور کې څو میاشتې مخکې ویلي وو چې د طالبانو د واکمنۍ په شاوخوا دوو کلونو کې له ۱۵۰ فعاله تلوېزیوني چینلونو څه باندې نیمايي د کمزوري اقتصاد او سیاسي فشارونو په خاطر تړل شوي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG