د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۲۸

فوټسال نړیوال جام ته د افغانستان لار موندل؛ بېلابېلو ولایتونو کې یې خوښي ونمانځل شوه


افغان فوټسال لوبغاړي نړیوال جام ته د لار موندلو د خوښۍ پر مهال
افغان فوټسال لوبغاړي نړیوال جام ته د لار موندلو د خوښۍ پر مهال

افغانستان د لومړي ځل لپاره قرغزستان ته په ماتې ورکولو سره د فوټسال نړیوال جام ته لاره پیدا کړه.

افغانانو د دې بریا هرکلی وکړ او د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې یې نمانځنه وکړه.

په هرات ولایت کې هم خلک د دې بریا هرکلي ته وتي وو او په لارو کوڅو کې یې اتڼونونه او خوشحالۍ کولې.

د هرات ولایت اوسېدونکي محمد تمیم سلطاني ازادي راډيو ته وویل چې له تېرې شپې راهیسې په هرات ولایت کې خلکو په ډله ییزه توګه خوښي څرګنده کړې ده.

" تېره شپه هر چا په خپل وار خوښي څرګندوله، دا واقعاً د ټول هېواد لپاره ویاړ دی، نه د هرات، کابل، غزني او یا کوم بل ولایت. دا دننه او بهر د ټولو افغانانو لپاره ویاړ دی."

په نورو ولایتونو کې هم یو شمېر ځوانانو د افغان فوټسال لوبډلې بریا ونمانځله .

د کابل اوسېدونکي احمد شاکر او د پروان ولایت اوسېدونکي رشاد ازادي راډيو ته وویل.

"دا واقعا د وياړ ځای دی، د اسانتياوو له نشتوالي سره سره دغه لوبډله وتوانېده چې نړيوال جام ته لار پيدا کړي، تاسو پخپله شاهد ياست چې افغان لوبډلې په دې سیالیو کې د نړۍ پياوړيو ټيمونو ته ماتې ورکړه. دوی ته دې مبارک وي او زموږ دعاګانې تل ورسره دي."

"موږ ډېر خوشحاله یو او ویاړو او له حکومت او خپلو خلکو څخه غواړو چې د دغو ورزشکارانو ملاتړ وکړي، ځکه دوی زموږ د ستړيو خلکو په شونډو خندا راوړي."

یو شمېر افغان فوټسال لوبغاړي
یو شمېر افغان فوټسال لوبغاړي

د افغانستان بېلابېل قشرونه نړیوال جام ته د هېواد د فوټسال ملي لوبډلې وتل د افغانستان د ورزش په برخه کې ستره او تاریخي لاسته راوړنه بولي.

افغانستان په تایلنډ کې د فوټبال د نړیوال جام د پلې اف په وروستي پړاو کې قرغزستان ته ۵-۳ ماتې ورکړه او د ۲۰۲۴ کال د فوټسال نړیوال جام ته یې لار وموندله.

دا لومړی ځل دی چې افغانستان د فوټسال نړیوال جام ته لار موندلې ده.

تر دې وړاندې افغانستان د جمعې په ورځ په پلی اف پړاو کې عراق ته ۵-۳ ماتې ورکړې وه.

د يادونې ده چې د افغانستان د فوټسال ملي لوبډله د اسيايي سياليو نیمه پای لوبې پړاو ته رسېدلې وه، خو د تاجکستان په وړاندې يې ماتې وخوړه.

ټاکل شوې د فوټسال نړیوال جام د روان کال په سپټمبر میاشت کې د ازبکستان په کوربه توب پیل شي چې ۲۴ غوره نړیوالې لوبډلې پکې ګډون لري.

فوټسال فوټبال ته ورته لوبه ده، خو په یوه سرپټي لوبغالي کې ترسره کېږي،.

په میدان کې د فوټسال لوبغاړو شمېیر په هر اړخ کې ۵ کسان وي او لوبه دوه میدانه ترسره کیږي چې هر میدان یې ۲۰دقیقې وي.

د فوټسال ډګر اندازه ۲۰ پر ۴۰ متره ده او د لوبې پرمهال د لوبغاړو بدلولو لپاره هیڅ محدودیت نشته.

XS
SM
MD
LG