د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۵ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۱۳

فوټسال؛ افغانستان ۲ـ۱ تاجکستان ته منځلوبه وبایلله


د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې یو شمېر لوبغاړي
د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې یو شمېر لوبغاړي

د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې د اسیا جام په سیالیو کې منځلوبه (کوارټرفاینل) ۲ـ۱ تاجکستان ته وبایلله.

یاده سیالي چې نن چهارشنبه د کابل پر وخت ۱۱:۳۰ بجې په تایلینډ هېواد کې پیل شوې وه، د لوبې تر پایه تاجکستان ۲ او افغانستان ۱ ګول ترسره کړ.

د یادې لوبې په لومړۍ نیمايي کې تاجکستان د یو ګول په وهلو سره مخکې و، خو د دویمې نیمايي له پیل سره افغان لوري هم ګول وکړ.

که څه هم د لوبې ټاکلی وخت په ۱ـ۱ ګول سره پای ته ورسېده، خو د لوبې د پایلې معلومېدو په موخه په ورکړل شوي اضافي وخت کې افغان لوبغاړي خطا وکړه چې د پینالټي شوټ باعث شوه.

تاجکستان دغه پینالټي په ګول بدله کړه او په دې سره یې نیمه پایلوبې او نړیوال جام ته لار پیدا کړه.

دا لومړی ځل و چې افغانستان د فوټسال په سیالیو کې د کوارټرفاینل پړاو ته رسېدلی و.

د ویلو ده چې په یاد جام کې د افغانستان ملي لوبډلې سفر بشپړ شو او نړیوال جام ته د رسېدو هیلې یې هم پاتې شوې.

XS
SM
MD
LG