د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۵۹

مک‌کال: د امریکا د مالیه ورکوونکو پیسې د طالبانو جیبونو ته ځي


د امریکا د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو د کمېټې مشر مایکل مک‌کال
د امریکا د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو د کمېټې مشر مایکل مک‌کال

د امریکا د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو کمېټه په افغانستان کې د بشري ناورین په اړه د اندېښنې په څرګندولو سره وايي، د امریکايي مالیه ورکوونکو مرستې په افغانستان کې د ښځو او ماشومانو پر ځای د طالبانو او د هغوی د متحدینو جیبونو ته ځي.

د امریکا د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو د کمېټې مشر مایکل مک‌کال یوځل بیا په افغانستان کې د بشري ناورین او د طالبانو له‌خوا د امریکا له مرستو څخه د ناوړه استفادې پر احتمال نیوکه کړې ده.

مک‌کال د چهارشنبې په ورځ د دغه جرګې په استماعیه غونډه کې چې د امریکا د نړیوالې پراختیايي ادارې (USAID) د مشرې سمنټا پاور په حضور کې جوړه شوې وه وویل، د امریکا د مالیه ورکوونکو مرستې د طالبانو او د هغوی د متحدانو جيبونه ته ځي.

مايکل مک‌کال په دغه غونډه کې وويل: "موږ په حقیقت پوهېږو چې د امریکا د مالیه ورکوونکو مرستې د دې پرځای چې د افغانستان دردمنو ښځو او ماشومانو ته ورسېږي، د طالبانو او د هغوی د متحدینو جیبونو ته ځي. د بشري حقونو او د ښځو د حقونو په برخه کې د افغانستان لاسته‌راوړنې له افغانستان څخه د بایډن د وتلو د یو اړخیزې پرېکړې له امله له‌منځه لاړې او اوس افغانستان په نړۍ کې يو تر ټولو زیات د ښځو ځپونکی رژيم لري."

ارشیف: له افغانستان سره د امریکا شوې بشري مرستې
ارشیف: له افغانستان سره د امریکا شوې بشري مرستې

په‌دې غونډه کې د امريکا د نړيوالې پراختيايي ادارې "يوایس‌اې‌آی‌ډي" مشرې سمنټا پاور چې په بېلابېلو هېوادونو کې يې د امريکا د بشري او پرمختيايي مرستو د اغېزمنتيا په اړه معلومات ورکول، په افغانستان کې د امريکا د متحده‌ايالتونو د مرستو انحراف په غيرمستقيم ډول تاييد کړ.

نوموړې زیاته کړه چې دوی په دوامداره توګه په‌دې هېواد کې د يو خپلواک څارونکي له‌ لوري د خپلو فعاليتونه ارزونه کوي.

مېرمن پاور وايي: "په افغانستان کې د مرستو د ناوړه استفادې په اړه د همکارو سازمانونو د کړنو، مقرراتو او راپورونو تر څنګ، یو دریم اړخ هم د یوه خپلواک څارونکي په توګه شتون لري، کوم چې د مرستو د توزېع ځایونو ته ځي او موارد بررسي کوي. موږ ولیدل چې زموږ یو شمېر همکارو سازمانونو د انحراف او ناوړه ګټه اخیستنې له امله چې نه‌شي کولی مېرمنې وګماري د مرستو وېش ځنډولی."

خو تر دې مخکې د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ویاند متیو مېلر په وار وار د طالبانو له‌خوا د بشري مرستو د کارولو په اړه د اندېښنو په غبرګون کې ویلي وو چې د مرستو د وېش د څارنې او ارزونې لپاره جدي تدابير شته او امريکا هيڅ ډول مرسته د طالبانو په واک کې نه‌ورکوي.

هغه ويلي، ټول هغه سازمانونه چې د امریکا پروګرامونه پلي کوي اړ دي، هغو کسانو ته مرستې ورسوي چې ورته اړتیا لري.

د طالبانو حکومت هم تر دې مخکې په افغانستان کې له مرستو څخه د ناوړه استفادې ادعاوې رد کړي او ویلي یې دي چې، دوی د مرستو په بهیر کې اسانتیاوې برابروي.

د ويلو ده چې پر افغانستان د طالبانو له بياځلي واکمنۍ وروسته، امريکا له افغانستان سره په بشري او پراختيايي برخو کې له دوه نيم ميليارد ډالرو زياته مرسته کړې ده.

خو د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د ځانګړي سرمفتش دفتر یا سیګار ادعا کوي چې امریکا په افغانستان کې د طالبانو له مرستو د ناوړه استفادې د مخنیوي لپاره هیڅ وسایل او تدابير نه‌لري او ټینګار کوي چې د امریکا مرستې باید د طالبانو لاس ته ور نه‌شي.

سيګار ويلي، امريکا د نړۍ د ستر بشري مرستندويه هېواد په توګه د ملګرو ملتونو له لارې له افغانستان سره په اوونۍ کې څلوېښت ميليونه ډالره مرسته کوي.

د سیګار نښان
د سیګار نښان

د ملګرو ملتونو د معلوماتو پر بنسټ، د امريکا او نورو هېوادونو نغدي مرستې په کابل کې يوه خصوصي بانک ته لېږدول کېږي او بيا د بهرنيو مؤسسو له‌خوا د بشري چارو په برخو کې مصرفيږي.

دا په‌داسې حال کې ده چې د ملګرو ملتونو د راپور له‌مخې، نږدې ۲۴ میلیونه افغانان د ژوندي پاتې کېدو لپاره بېړنيو بشري مرستو ته اړتیا لري.

له مرستو څخه د طالبانو د ناوړه ګټې اخیستنې په اړه نیوکې په‌داسې حال کې کېږي چې د خوړو نړیوال پروګرام په ګډون یو شمېر مرستندویه بنسټونو د مرستو د وېش په بهیر کې د طالبانو د لاسوهنې مسئله تایید کړې او ویلي یې دي چې له همدې امله يې په غور کې د مرستو د وېش بهير درولی دی.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG