د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۵۹

حکیمي: د افغانستان د ټولو ولسوالیو دوه برخې اوس هم په ماینونو ککړې دي


ارشیف: په بامیان کې یو ماین پاکونکی د ماین پاکۍ پر مهال
ارشیف: په بامیان کې یو ماین پاکونکی د ماین پاکۍ پر مهال

نن د اپرېل څلورمه د ماین پاکۍ په برخه کې د پوهاوي او مرستې نړیواله ورځ ده.

دا په‌داسې حال کې ده چې افغانستان کې لا هم د ماینونو او جنګي مهماتو جدي ګواښ پر ځای پاتې دی چې له تېرو څو لسيزو راهيسې ورسره لاس او ګرېوان دی.

د افغانستان د ماین پاکۍ موسسې مسوولان وايي، د افغانستان د ۴۰۱ ولسوالیو دوه برخې لا هم په ماینونو ککړې دي چې له امله یې ملکي قربانيان ډېر شوي دي.

د يادې موسسې مسؤل شهاب حکیمي وايي، په ماینونو ککړو سیمو کې شاوخوا ۷ میلیونه وګړي په مستقیم او غیر مستقیم ډول له خطر سره مخ دي.

حکيمي وايي، په افغانستان کې په تېرو ٣٠ کلونو کې ۳زره او ۶۶۳ کيلومتره مربع ځمکه، چې ٣٥٠٠ کلي په‌کې شامل دي، له ماينونو پاکه شوې ده.

نوموړي ازادي راډيو ته وویل، اوسمهال د کافي بودیجې د نشتوالي له امله په افغانستان کې د ماین پاکۍ چارې ورو پرمخ ځي.

هغه وايي: "کله چې پرسونل په خپل اوج کې و، په ۲۰۱۲ څخه تر ۲۰۱۴، د پرسونل شمېر ۱۵زره تنو ته رسېده، خو اوس‌=مهال له افغانستان سره د مرسته کوونکو هېوادونو او مالي مرستو د نشتوالي له امله دا شمېره ۳ زره تنو ته راټيټه شوې ده. څومره چې د پرسونل شمېر کم شوی، د ماین پاکانو فعالیت هم کم شوی، همدا لامل دی چې هره میاشت مرګ‌ژوبله هم ډېره شوې ده."

له لسیزو راهیسې په افغانستان کې له جګړو څخه پاتې ماینونه او مهمات خلک وژني.

د بلخ ولايت اوسېدونکې عاطفه وايي، تره، د ترور زوی او د ماما زوی يې په افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ په لومړۍ دوره کې ښوونځي ته د تللو پر مهال د ماينونو ښکار شول.

ارشیف: په هلمند کې د یوې موسسې کارکوونکي ماشومانو ته د ماینونو د خطر او ځان ساتلو په تړاو د ماینونو نښې او عکسونه ښيي.
ارشیف: په هلمند کې د یوې موسسې کارکوونکي ماشومانو ته د ماینونو د خطر او ځان ساتلو په تړاو د ماینونو نښې او عکسونه ښيي.

عاطفې ازادي راډيو ته وويل، تره يې په يو ديګ بخار کې کې د ځاى پرځاى شويو چاودېدونکو توکو د چاودنې له امله ووژل شو، د ترور زوی او د ماما زوی يې د مصنوعي پښې په مرسته ګرځېدل کوي.

هغه وايي: "دلته د بلخ ولايت په بلخ ولسوالۍ کې د سيداباد په نوم يو کلي و، دوی به ښوونځي ته تلل، فکر کوم له ښوونځي د نيم ساعت په فاصله ليرې و. ماشومانو چې ديګ بخار ليدلی، ويلي وو راشئ دا څه شی دی؟ يو تن هغه نيولی و او راکش کړی يې و، چې چاودنه يې کړې، زما تره په‌کې شهيد شو او دوه نفر نور ټپيان شول."

د جوزجان ولايت يوې اوسېدونکې چې نه‌يې غوښتل نوم يې په راپور کې واخيستل شي، وويل چې د پخواني جمهوري نظام پر مهال د خپل يوه همکار د ورور د قرباني کېدو شاهده وه، چې غوښتل يې د دندې د ترسره کولو پر مهال ماين شنډ کړي.

هغې ازادي راډيو ته وویل چې له هغه يوه مېرمن او درې اولادونه پاتې شول چې اوس د ژوند له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ دي.

هغه زیاتوي: "زما د همکار ورور په جوزجان ولایت کې و، له بده‌مرغه، زه فکر کوم چې هغه په جوزجان ولایت کې د اقچه سړک څخه پورته ماینونه پاکول، هلته کله چې دوی د ماین پاکولو هڅه کوله، ماین وچاودېد او خپل خوږ ژوند یې له لاسه ورکړ."

طالبان په جګړه کې یو له هغو ښکېلو اړخونو څخه دي چې د خپلې دويم ځلي واکمنۍ له پیله دوه لسیزې وړاندې په کور دننه د ماینونو په ښخولو تورن دي.

د ازادي راډیو خبریال په‌دې اړه د طالبانو د حکومت له ویاند ذبیح‌الله مجاهد نظر هم وپوښت، خو هغه د دې راپور تر خپرېدو پورې پوښتنو ته ځواب ونه وایه.

خو پوځي کارپوه صادق شينواري ازادي راډيو ته وويل: "د جنګي ډلو له‌خوا د ماین ایښودلو ملکي او بې‌ګناه خلک وژلي، په افغانستان کې جنګې ډلې باید د جګړې ټول قوانین په پام کې ونیسي او په ممنوعه او ملکي سیمو کې د ماین ایښودلو څخه ډډه وکړي، ترڅو ملکي وګړو او بې‌ګناه خلکو ته زیان ونه رسېږي."

ویل کېږي چې ډېری پاتې ماینونه او مهمات په افغانستان کې د پخواني شوروي د ځواکونو د حضور له مهال سره تړاو لري.

د راپورونو پر بنسټ په هغه وخت کې د پخواني شوروي ځواکونو او افغان پوځ له‌خوا له لسو تر پنځلسو میلیونو پورې ماینونه کارول شوي چې اوس هم د افغانانو لپاره لوی خطر دی او وخت په وخت يې قرباني کېږي.

په وروستۍ پېښه کې د تېرې یکشنبې په ورځ په غزني ولایت کې ۹ هلکان او نجونې د ماینونو له امله ووژل شول.

په افغانستان کې د ماینونو له امله د مرګ‌ژوبلې نوې احصائیه نه‌ده خپره شوې، خو د ماشومانو د ساتنې ادارې بت "سیف ده چلډرن" د روانې اوونۍ د سه‌شنبې په ورځ په یوه اعلاميه کې وویل، هره مياشت د ماشومانو په ګډون ۶۰ کسان د ماینونو له امله وژل کېږي او يا هم معلول کېږي.

د ۲۰۰۵ کال د دسمبر په اتمه د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلې د اپریل څلورمه د ماین پاکۍ په برخه کې د پوهاوي او مرستې د نړیوالې ورځې په توګه ونوموله.

دغه سازمان د ملګرو ملتونو او اړوندو ادارو په مرسته په هېوادونو کې د ماین پاکۍ د مخنیوي لپاره د ظرفیتونو د لوړولو او پراختیا لپاره د حکومتونو د هڅو د دوام غوښتنه وکړه چې د جګړې پاتې ماینونه او چاودېدونکي توکي د ملکي وګړو روغتیا او ژوند ته جدي ګواښ دی او یا په ملي او سيمه‌ييزه کچه د ټولنیز او اقتصادي پرمختګ خنډ ګرځي.

XS
SM
MD
LG