د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۲۲

طالبانو د نشه‌يي توکو د تولید زیاتوالي په تړاو د ایران ادعا رد کړه


ارشیف: په کندهار کې کروندګرو له خپلو ځمکو اپین ټول کړي دي.
ارشیف: په کندهار کې کروندګرو له خپلو ځمکو اپین ټول کړي دي.

د ايراني چارواکو له لوري په افغانستان کې د نشه‌يي توکو د توليد د زياتوالي ادعا سره هممهاله د طالبانو حکومت دغه مسئله ردوي او ادعا کوي چې د نشه يي توکو د کښت، توليد او قاچاق پر وړاندې يې جدي مبارزه کړې ده.

ایراني چارواکي ادعا کوي چې په افغانستان کې د نشه‌يي توکو توليد او دې هېواد ته یې قاچاق زیات شوی دی.

د ايسنا په نوم د ایران یو خبري اژانس د ایران د نشه‌يي توکو پر ضد د مبارزې د مرکزي دفتر د عمومي منشي سردار سکندر مومني له قوله ویلي چې دوی په افغانستان کې د میتامفیتامین او شیشې د تولید د زیاتېدو شاهدان دي.

دغه ایراني چارواکي ادعا کړې، سره له‌دې چې د طالبانو د چارواکو له ادعا سره سره چې د نشه‌يي توکو قاچاق کم شوی، له افغانستان څخه ایران ته د نشه‌يي توکو په قاچاق کې کموالی نه‌دی راغلی.

هغه زياته کړې چې د روان کال په لومړيو لسو مياشتو کې يې د صنعتي نشه يي توکو په ځانګړې توګه د ميتامفيتامين او شيشې په کشف کې شاوخوا ٢٠ سلنه زياتوالى ليدلى دى.

د ايران د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې د مرکزي دفتر عمومي منشي ايسنا خبري اژانس ته ويلي چې له دې سره سره په افغانستان کې د دوديزو نشه يي توکو په توليد کې ١٧ سلنه کموالى راغلى دى.

خو د طالبانو حکومت د ایران د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې د مرکزي دفتر د عمومي منشي هغه ادعا ردوي چې د صنعتي نشه‌يي توکو لکه میتامفیتامین او شیشې د تولید د زیاتوالي په اړه یې کړې ده.

د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزارت د نشه‌يي توکو پر ضد د مبارزې رییس حسیب الله احمدي ادعا کوي چې د نشه‌يي توکو د کر او بنديز په برخه کې د دوی د مشر د فرمان له صادرېدو وروسته په افغانستان کې د نشه‌يي توکو په کښت، تولید او قاچاق نږدې صفر شوی دی.

احمدي ازادي راډيو ته وويل: "څه د پاسه څوارلس زره شکمن قاچاق وړونکي نيول شوي او تر نيول کېدو وروسته يې دوسيې د شرعي پرېکړې لپاره محکمې ته سپارل شوې دي، دغه راز څه باندې پنځه نيم زره ټنه نشه يي توکي له منځه وړل شوي او شاوخوا دولس سوه نشه يي توکي له منځه وړل شوي او ويجاړ شوي. د الکولو د مشروباتو د پروسس فابریکې ویجاړې شوې او ویجاړې شوې دي ١٥ زره او ٣٠٠ هکتاره ځمکه له نشه يي توکو پاکه شوې ده."

دا په داسې حال کې ده چې ملګرو ملتونو په افغانستان کې د کوکنارو د کښت د کمولو طرحه تصویب کړې، خو د کوکنارو د بیې د لوړېدو او د کوکنارو د کښت د بدیل نشتوالي یې اندېښمن کړي دي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوټېرېش د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته په خپل وروستي راپور کې د "افغانستان وضعیت او د نړیوالې سولې او امنیت لپاره د هغې پایلې" په نوم غونډه کې ويلي چې په افغانستان کې د کوکنارو د کښت له کموالي وروسته د ۲۰۲۳ کال په نومبر کې به د یو کیلو اپینو بیه ۸۰۲ ډالره وي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوټېرېش
د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوټېرېش

هغه زياته کړه چې د دوى څېړنې ښيي چې يو شمېر کسان اوس هم د بدخشان او شمالي کندهار په لرو پرتو سيمو کې کوکنار کري.

ګوټېرېش په دغه راپور کې د طالبانو د حکومت له خوا د نشه يي توکو د کښت د منعې کولو په پايله کې د کروندګرو پر اقتصاد د منفي اغېزو یادونه هم کړې او ویلي یې دي چې د کوکنارو په کرکېله کې نیمايي بزګرانو خپل عاید له لاسه ورکړی او د بدیل عایداتي سرچینو نشتوالی دوی ته زیان اړوي او ښايي بيا د کوکنارو په کرلو لاس پورې کړي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي زیاته کړه چې د هغو بزګرانو د عاید کچه چې په ۲۰۲۳ کال کې یې نشه يي توکي کرلي د ۲۰۲۲ کال په پرتله به ۹۲ سلنه کموالی راغلى.

هغه ټینګار وکړ چې په افغانستان کې د نشه یي توکو د کښت د کچې د کموالي د ساتلو لپاره، د بدیل کښت په برخه کې د کروندګرو لپاره عاجلو او نړیوالو مرستو ته اړتیا ده.

دا په داسې حال کې ده چې د ملګرو ملتونو له نشه يي توکو او جرمونو سره د مبارزې ادارې د فبرورۍ په ۲۷مه په خپل تازه راپور کې په افغانستان کې د نشه يي توکو د کښت او تولید له دوام څخه د اندېښنې په څرګندولو سره ویلي چې دغه هېواد نه یوازې د اپینو تولیدوونکی هېواد دی چې وروسته په تریاکو بدلېږي او دغا شان په دې هېواد کې او میتامفیتامین هم تولیدېږي.

دغه سازمان زیاته کړې چې د طالبانو د حکومت له خوا د کوکنارو د کښت د مخې نيولو وروسته د افغانستان د بازارونو حال داسې دى چې د اټکل له مخې ښايي قاچاقبران هڅه وکړي چې د میتامفیتامین تولید زیات کړي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG