د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۳۴

بې ثباتۍ ځپلې ټاکنې؛ د پاکستانیانو لېوالتیا ورسره څنګه او احتمالي پایلې څه دي؟


یو امنیتي سرتېری د ټاکنو د امنیتي چمتووالي پر مهال
یو امنیتي سرتېری د ټاکنو د امنیتي چمتووالي پر مهال

نن په پاکستان کې د انتخاباتي کمپاینونو وروستۍ ورځ ده او د پنجشنبې په ورځ د فبروري په اتمه به رای ورکوونکي د رای ورکولو مرکزونو ته ولاړ شي.

دا انتخابات داسې مهال پلان شوي چې د پاکستان سیاسي ثبات له پوښتنو سره مخامخ دی ځکه د دې هېواد پخوانی صدراعظم عمران خان په زندان کې دی او ګوند یې په انتخاباتو کې له ګډون څخه منع شوی دی.

د عمران خان تحریک انصاف او د بلاول بوټو زرداري پیپلز ګوندونو ته وفادار کاندیدان په دې انتخاباتو کې مهم رول لري، خو په ټوله کې د کمپاینونو فضا سړه ده او خلک رای ورکولو ته ډېره لېوالتیا نه لري چې ښايي دا مسئله په رای ورکولو کې د خلکو د لږ ګډون باعث شي.

له دې سره د سیالۍ ډګر د مسلم لیګ نون ګوند ته تش شوی او دا فرصت په لاس ورغلی چې په پارلمان کې ډېرې څوکۍ وګټي او په دې توګه د دې ګوند مشر نوازشریف د څلورم ځل لپاره د صدراعظم په توګه غوره شي.

دا انتخابات داسې مهال ترسره کېږي چې په پاکستان کې ناامني اوج ته رسېدلې او په تېره بیا په دوو ناامنه ایالتونو بلوچستان او خیبرپښتونخوا کې وسله والې حملې په دې وروستیو کې زیاتې شوې دي.

پېښور کې د ټاکنیزو کمپاینونو یوه څنډه
پېښور کې د ټاکنیزو کمپاینونو یوه څنډه

په بلوچستان کې د انتخاباتو د کمیسیون مشر محمدفرید اپريدي نن د آزادۍ راډیو مشال څانګې ته وویل چې په دې ایالت کې امنیتي ستونزې شته خو هغه ډاډ ورکړ چې چارواکو پوره امنیتي تدابیر نیولي دي.

اپریدي زیاته کړه:

" پوره تدابیر نیول شوي دي. پر امنه انتخابات به وي، امنیت به په هرځای کې په ټول بلوچستان کې پر هر سړک او د رای ورکولو په هر مرکز کې ټینګ وي. خلک به راځي رایې به ورکوي. پوره امنیتي تدابیر نیول شوي دي."

په بلوچستان او خیبرپښتونخوا کې په وروستیو څو کلونو کې بلوڅ بیلتونپالو او تحریک طالبان پاکستان ډلې یا TTP خونړۍ حملې کړې دي.

د ټاکنو له نژدې کېدو سره، بلوچستان او خیبر پښتونخوا کې وسله وال بریدونه زیات شوي
د ټاکنو له نژدې کېدو سره، بلوچستان او خیبر پښتونخوا کې وسله وال بریدونه زیات شوي

د خیبرپښتونخوا امنیتي چارواکو هم له آزادۍ راډیو سره په خبرو کې ویلي چې د کاندیدانو او د رای ورکولو د مرکزونو د امنیت لپاره یې تدابیر نیولي دي.

د رای ورکولو څېړنیزې ټولنې ګالپ په یوه تازه راپور کې ویلي چې له ۲۰۱۸ کال راهیسې د پاکستان د لومړیو عمومي انتخاباتو په درشل کې سیاسي ماحول، هومره ترینګلی دی لکه د دې هېواد اقتصادي وضعیت چې دی.

راپور زیاتوي چې په هرو لسو پاکستانیانو کې اوه تنه د انتخاباتو په رښتینولۍ بې باوره دي او سره له دې چې پخوا هم وضعیت همداسې و، خو د ګالپ د راپور له مخې پر انتخاباتو د خلکو بې باوري په وروستیو کلونو کې په زیاتېدو ده.

له ۱۲۰ میلیون ډېرو خلکو په هغو انتخاباتو کې د رای ورکولو لپاره نوم لیکنه کړې چې د انتخاباتي حقونو فعالان یې له اوسه نیمګړي بولي.

  • 16x9 Image

    احمد تکل

    احمد تکل (په انګرېزۍ کې Ahmad Takal) د چک جمهوریت په پلازمېنه پراګ کې د ازادې اروپا/ ازادۍ راډیو د افغانستان د څانګې خبریال دی. د افغانستان، پاکستان او سیمې په اړه راپورونه جوړوي. 

XS
SM
MD
LG