د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۵۳

عمران خان او شاه محمود قریشي ولې په لس- لس کاله بند محکوم شول؟


عمران خان او شاه محمود قریشي - تصویر له ارشیفه
عمران خان او شاه محمود قریشي - تصویر له ارشیفه

د محکمې ځانګړي قاضي ابوالحسنات ذوالقرنین د راولپنډۍ په اډیاله زندان کې د محکمې له څو غونډو وروسته د دې زندان په ودانۍ کې اعلان وکړ چې پخوانی صدراعظم او د تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان او مرستیال یې شاه محمود قریشي دواړه په لس- لس کاله بند محکوم شوي دي.

د محکمې نننی حکم له هغو محرمو ډيپلوماتیکو اسنادو سره ارتباط لري چې عمران خان په ۲۰۲۲ کال کې وروسته له دې چې له واکه لیرې شو په یوه لویه غونډه کې افشا کړل.

عمران خان ادعا وکړه چې د ده د لیرې کېدو دلیل د پوځ او متحدوایالتونو ترمنځ همغږی اقدام و.

امریکا او د پاکستان پوځ دواړو دا ادعا رد کړې ده.

دا اسناد رسنیو ته نه دي راوتلي خو ظاهرا په واشنګټن کې د پاکستان د سفارت او د پاکستان د بهرنیوچارو وزارت ترمنځ د مفاهمې اړوند مکتوبونه دي.

تحریک انصاف ګوند ژمنه کړې چې د دې حکم پر وړاندې به ودرېږي او هیله یې څرګنده کړې چې د محکمې حکم به وځنډېږي.

د عمران خان پلویانو د محکمې د پرېکړې پر وړاندې د ودرېدو خبر ورکړی
د عمران خان پلویانو د محکمې د پرېکړې پر وړاندې د ودرېدو خبر ورکړی

د عمران خان مدافع وکیل نعیم پنجوټا پر خپله ایکس پاڼه لیکلي چې د محکمې دا غیرقانوني حکم دوی ته د منلو وړ نه دی او پر وړاندې به یې د استیناف غوښتنه وکړي.

چارواکو هم ویلي چې عمران خان او قریشي کولای شي د استیناف غوښتنه وکړي.

عمران خان چې د ۲۰۲۲ کال په اپریل میاشت کې د پارلمان د عدم اعتماد رایې په نتیجه کې له واکه لیرې شو اوس مهال د فساد په یوه جلا قضیه کې د حبس درې کلنه دوره تېروي.

ښاغلی خان د همدې قضیې له کبله لا له مخکې د فبروري د اتمې په انتخاباتو کې له ګډون څخه بې برخې شوی، خو د حبس حکم به د هغه لپاره یوه بله سیاسي ضربه وي.

په پاکستان کې د فبروري په ۸مه عمومي انتخابات کېدونکي دي.

عمران خان ته که څه هم په دې انتخاباتو کې د ګډون اجازه نه ده ورکړل شوې خو د کرکټ دا پخوانی ستوری لاهم په خلکو کې پراخ محبوبیت لري.

د مسلم لیګ د نوازشریف څانګه په راروانو انتخاباتو کې د عمران خان د تحریک انصاف ګوند اصلي سیاله بلل کېږي.

ښاغلی شریف چې مخکې یې درې ځلې د صدراعظم په توګه دنده ترسره کړې، د اکتوبر په ۲۱مه له جلاوطنۍ څخه خپل هېواد ته راستون شو او په لاهور ښار کې یې په یوه لویه غونډه کې خپل انتخاباتي کمپاین پیل کړ.

  • 16x9 Image

    احمد تکل

    احمد تکل (په انګرېزۍ کې Ahmad Takal) د چک جمهوریت په پلازمېنه پراګ کې د ازادې اروپا/ ازادۍ راډیو د افغانستان د څانګې خبریال دی. د افغانستان، پاکستان او سیمې په اړه راپورونه جوړوي. 

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG