د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۰۰

تحریک انصاف ګوند سرپرست صدراعظم ته؛ رڼې ټاکنې غواړو


د پاکستان سربرست صدراعظم انورالحق کاکړ
د پاکستان سربرست صدراعظم انورالحق کاکړ

د پاکستان تحریک انصاف ګوند د سرپرست صدراعظم څوکۍ ته له نومول شوي انوارالحق کاکړ څخه غوښتي دي چې عادلانه انتخابات ترسره کړي.

۵۲ کلن سناتور انوارالحق کاکړ چې د بلوچستان ایالت دی او په سیاسي ډګر کې ډېر پېژندل شوی شخصیت نه دی، پرون وروسته له هغه د دې دندې لپاره ونومول شو چې صدراعظم شهبازشریف او مخالف مشر راجا ریاض موافقه پرې وکړه.

د کاکړ دنده به پر انتخاباتو څارنه وي.

د تحریک انصاف ګوند بندیوان مشر عمران خان په دې انتخاباتو کې ګډون نه شي کولای ځکه د فساد په قضیه کې له حبس او نقدي جریمي سره یوځای د پنځو کلونو لپاره په انتخاباتو کې د هغه پر ګډون بندیز ولګید.

پخوانی صدراعظم عمران خان د لګول شویو تورونو له امله، د محکمې په امر په ټاکنو کې برخه نه شي اخېستلی
پخوانی صدراعظم عمران خان د لګول شویو تورونو له امله، د محکمې په امر په ټاکنو کې برخه نه شي اخېستلی

د پاکستان د بهرنیوچارو پخواني وزیر شاه محمود قریشي چې اوس مهال د عمران خان پرځای د ګوند مشري کوي پرون په یوه ټلویزیوني مرکه کې وویل، که د انتخاباتو د اعتبار په برخه کې شکونه رامنځ ته شي، نو سیاسي ثبات به، چې د اقتصاد لپاره خورا مهم دی رانه شي.

اقتصادي ثبات د پاکستان لویه ستونزه ده ځکه د دې هېواد اقتصادي رغونه‎ داسې مهال چې د پیسو نړیوال صندوق یې د پور غوښتنه رد کړې، په یوه ډېر حساس حالت کې ده.

انوارالحق کاکړ به د داسې یوه حکومت مشري کوي چې دنده به یې د انتخاباتو په پایله کې د نوي حکومت د انتخاب تر وخته له روان اقتصادي بحران څخه د پاکستان راایستل وي.

د پاکستان د اساسي قانون له مخې د انتخاباتو مشري باید یو بې پرې حکومت وکړي او انتخابات باید د پارلمان له منحلېدو وروسته په نوي ورځو کې، چې له راروانې نوامبر میاشتې سره سمون لري ترسره شي. انوارالحق کاکړ د پاکستان په مشرانو جرګه کې د یو خپلواک غړي په توګه ثبت دی خو د کورنیو رسنیو د راپورونو له مخې د بلوچستان د عوامي ګوند غړیتوب لري چې تر ډېره له پوځ سره نژدې جریان بلل کېږي.

XS
SM
MD
LG