د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۳۰

عمران خان: د طالبانو حکومت پاکستان ته د 'ټي ټي پي' د غړو بېرته ستنېدل غواړي


د پاکستان مخکېنی صدراعظم عمران خان
د پاکستان مخکېنی صدراعظم عمران خان

د پاکستان مخکېنی صدراعظم عمران خان ازادي راډیو ته وویل، په کابل کې واکمن طالبان غواړي، چې د تحریک طالبان پاکستان غړي بېرته پاکستان ته ولاړ شي، خو بل لور ته د پاکستان د بهرنیو چارو مرستیال وزیر ویلي، اسلام اباد په هېڅ ډول له تحریک طالبان پاکستان سره د سولې خبرو ته چمتو نه‌دی.

عمران خان وایي، د تحریک طالبان پاکستان ستونزه د اسلام اباد د ناسمې بهرنۍ تګلارې نتیجه ده.

عمران خان د ازادي راډیو مشال څانګې ته په ځانګړې مرکه کې وویل، چې له بده مرغه موږ د لوېدیځ ګټې خوندې کړې او ځان ته مو ستونزې جوړې کړې.

د تحریک طالبان پاکستان یا ټي ټي پي وسله وال غړي
د تحریک طالبان پاکستان یا ټي ټي پي وسله وال غړي

نوموړي وويل: "زه تل دا خبره کوم که موږ بې پرې وای، په دې جګړه کې مو برخه نه وای اخیستی نو موږ به ډېر چانس لرلی چې دا وسله‌وال کنټرول کړو، خو کله چې موږ یوې خواته ودرېدو دوی پر پاکستان هم بریدونه شروع کړل او د پاکستان خواته تحریک طالبان جوړ شو چې اوس پاکستان ته وایي چې تاسو امریکایي پلوه یاست، نو حملې کوي."

عمران خان چې د ۲۰۱۸م کال له اګسته د ۲۰۲۲م کال تر اپرېل پورې د پاکستان صدراعظم و، زیاته کړه: "موږ تل نورو استعمال کړي یوو."

هغه ويلي: "کله چې موږ ته د امریکا اړتیا شي، موږ استعمالوي او موږ استعمالېږو. د افغان جهاد پر وخت موږ استعمال شو او بیا یې لکه کاغذي دستمال وغورځولو. د ترهګرۍ په جګړه کې استعمال شو بیا هغه ختم شو او موږ یې وغورځولو دا زموږ خپله ګناه ده. موږ ته خپله ځانګړې بهرنۍ تګلاره په‌کار ده."

عمران خان دا هم وویل، چې د پاکستان او افغانستان پښتانه د شوروي اتحاد د یرغل پر مهال هم په یوه سنګر کې د روسي ځواکونو پر ضد جنګېدل او دا هغه خلک دي چې ډیورنډ کرښه نه مني، خو عمران خان څرګندوي چې دې خلکو به د دې پولي دواړو خواو ته ازادانه تګ راتګ کاوه، چې بیا ده د خپلې واکمنۍ پر مهال اغزن سيم تېر کړ او دېوال یې وواهه.

د پاکستان له لوري پر ډیورنډ کرښه د اغزن تار یو انځور
د پاکستان له لوري پر ډیورنډ کرښه د اغزن تار یو انځور

عمران خان ته پروسږ کال د اپرېل په میاشت کې پارلمان د نه باور رایه ورکړه او شهباز شریف صدراعظم شو.

د پاکستان صدراعظم شهباز شریف
د پاکستان صدراعظم شهباز شریف

خان وایي، په کابل کې طالبان له دې سره مخالفت نه کوي، چې د تحریک طالبان پاکستان غړي دې پاکستان ته ولاړ شي، خو د پاکستان اوسني واکمنان له دې سره مخالف دي.

عمران خان: د ټي ټي پي جنګیالي باید له افغانستانه بېرته پاکستان ته ستانه کړای شي
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:02:34 0:00

د پاکستان د بهرنیو چارو مرستیال وزیر اسد مجید خان له جاپانۍ خپرونې نایکي ایشیا سره په مرکه کې چې د جمعې په ورځ خپره شوه، وویل چې اسلام اباد له تحریک طالبان ډلې سره په هېڅ ډول خبرو ته چمتو نه دی او کله به هم خبرې ورسره ونه کړي.

د شهباز شریف په مشرۍ حکومت پروسږ کال له تحریک طالبان پاکستان سره د سولې خبرې پیل کړې چې بیا ناکامه شوې.

XS
SM
MD
LG