د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۵۰

د پاکستان د انتخاباتو کمېسیون: لنډمهاله حکومت د عمران خان د مخالفانو ملاتړ کوي


ارشیف: عمران خان زندان ته د لېږدولو پر مهال
ارشیف: عمران خان زندان ته د لېږدولو پر مهال

د پاکستان د انتخاباتو کمېسیون وايي، داسې ښکاري چې د پاکستان لنډمهاله حکومت د پخواني صدراعظم عمران خان د مخالفانو ملاتړ کوي.

د پاکستان د انتخاباتو کمېسیون د دغه هېواد د اوسني لنډمهاله حکومت پر بې پرې توب شک څرګند کړ، ویې ویل داسې ښکاري چې دا حکومت د پخواني صدراعظم عمران خان، چې لا هم بندي دی، له مخالفانو سره خواخوږي لري.

د انوارالحق کاکړ په مشرۍ د پاکستان لنډمهاله حکومت تېره میاشت د پارلمان د پنځه کلنې دورې له پای ته رسېدو وروسته ماموریت ترلاسه کړ چې خپلواک او بې پرې نوي انتخابات ترسره کړي.

په همدې حال کې له دې کبله اندېښنه پیدا شوې چې عمران خان په بند کې ساتل کېږي او په انتخاباتو کې د ګډون چانس نه ورکول کېږي.

د پاکستان د لنډمهاله حکومت صدراعظم انوارالحق کاکړ
د پاکستان د لنډمهاله حکومت صدراعظم انوارالحق کاکړ

د لنډمهاله حکومت د صدراعظم انوارالحق کاکړ دفتر ته د انتخاباتو د کمېسیون په یوه لیک کې، چې کاپي یې رویټرز خبري اژانس ترلاسه کړې ده، داسې انګېرل شوې چې اوسنی لنډمهاله حکومت د شهبازشریف په مشرۍ د مخکیني حکومت دوام دی.

کاکړ، چې ګوند یې د عمران خان پر ضد په پخواني ايتلافي حکومت کې شامل و، د مسلم لیګ د نون ډلې له مشر شهبازشریف څخه واک ترلاسه کړ.

رویټرز زیاتوي، هغه لیک چې د چهارشنبې په ورځ د انتخاباتو د کمېسیون له لوري لنډمهاله صدراعظم ته استول شوی، حکومت ته یوه کمسارې جزا ګڼل کېږي.

سره له دې چې په پاکستان کې معمولاً ډېر کم داسي شوي چې څوک دې د انتخاباتو پایلې ومني، خو د انتخاباتو د کمېسیون له لوري د پلویتوب تصور د انتخاباتو د پروسې اعتبار زیانمنولی شي.

په عین حال کې که څه هم باور نه شته چې د نومبر د میاشتې انتخابات دې وځنډول شي، خو د ځنډ په صورت کې به پاکستان، چې ۲۴۱ میلیونه نفوس لري او له اقتصادي بحران سره مخامخ دی، له لا زیاتو سیاسي ناکراریو سره مخامخ شي.

XS
SM
MD
LG