د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۲۲

د ایران حکومت په نهو ورځو کې له ۲۱زرو زیات افغان کډوال ایستلي


له ایرانه ایستل شوي افغان کډوال.
له ایرانه ایستل شوي افغان کډوال.

د ایران سرحدي امنیتي چارواکو ویلي، له ۲۱زره نه زیات هغه افغان کډوال یې له ایرانه ایستلي چې دغه هېواد ته په ناقانونه توګه تللي وو.

ایراني رسنیو خبر ورکړی چې د ایران سرحدي امنیتي چارواکو ۲۱۴۰۷ افغان کډوال چې په غیرقانوني توګه ایران ته داخل شوي وو، له دې هېواده ایستلي دي.

د ایران دولتي خبري اژانس ایرنا لیکلي چې د خراسان رضوي ولایت د سرحدي ساتونکو قومندان شجاع د دوشنبې په ورځ په یوه خبري غونډه کې وویل، دغه افغانان چې په غیرقانوني توګه ایران ته داخل شوي وو، نیول شوي او افغانستان ته استول شوي دي.

هغه زياته کړې چې د ايران پوله ساتو ځواکونو دغه کډوال په تېرو نهو ورځو کې ايران ته د ناقانونه ننوتلو پر مهال پېژندلي او په دوغارون سيمه کې يې د طالبانو استازي ته سپارلي دي.

د ایرنا خبری اژانس د راپور له‌مخې د خراسان د پوله ساتو قوماندان رضوی وویل، بهرني اتباع باید د رسمی دروازو له لارې په قانوني توګه ایران ته داخل شي، پرته له‌دې به ورسره پرېکنده چلند وشي.

دا په داسې حال کې ده چې یو شمېر ايستل شوي افغانان ادعا کوي چې د کار کارتونو په لرلو سره له ایران څخه ایستل شوي دي.

د میدان وردګو ولایت اوسېدونکی فرید احمد چې په تېرو څو ورځو کې له ایرانه اېستل شوی و، ازادي راډيو ته وویل: "لس ورځې کېږي چې موږ د ايران له پولې را واړول شولو، شاوخوا یوه میاشت مې په ایران کې تېره کړه او هلته مې کار پیدا کړ. هلته خلک وهل او بې عزته کېږي. د خلکو لپاره دا ښه ده چې ایران ته لاړ نه‌شي، خو دلته هم کار نه‌شته."

له ايران څخه يو بل ايستل شوى افغان احمد پوپل چې په کابل ښار کې د يوې شپږ کسيزې کورنۍ مشر دى، وايي چې له دوه کلونو راهيسې يې په ايران کې کار کاوه، خو په دې وروستيو کې ونيول شو او بېرته افغانستان را واستول شو.

هغه وویل: "دا څو ورځې کېږي چې زه وايستل شوم، موږ په ایران کې له ډېرو ستونزو سره لاس او ګرېوان وو. سره له‌دې چې زما سره کارت او د سرشمېرنې پاڼه هم وه، هغه يې هم له ما څخه واخیسته، په ایران کې وضعیت ډېر خراب دی، هر ځای چې يې وموندلې، ازار درکوي او ډيپورټ کوي دې."

له پاکستانه ایستل شوي افغان کډوال.
له پاکستانه ایستل شوي افغان کډوال.

دا په داسې حال کې ده چې، د ایرنا خبري اژانس د راپور له‌مخې د روان لمریز کال په لومړیو شپږو میاشتو کې څه باندې ۳۲۸ زره افغانان چې په ایران کې په غیرقانوني توګه اوسېدل د خراسان-رضوي پولې له لارې افغانستان ته ستانه شوي دي.

د طالبانو د حکومت د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د شمېرو له‌مخې، یوازې د دوشنبې او يکشنبې په ورځو کې له ۶۰۰۰ ډېر افغان کډوال چې په خپله خوښه او يا په زوره له ایران څخه افغانستان ته راغلي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د نومبر په لومړۍ نېټه له پاکستان څخه د څه د پاسه ۱.۷ ميليونه بې‌اسنادو افغان کډوالو د ايستلو رسمي عمليات پيل شوي چې د طالبانو د حکومت د وروستيو شمېرو له‌مخې له پاکستان څخه څه د پاسه ۳۰۰ زره تنه افغان کډوال راستانه شوي دي.

د طالبانو د حکومت د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت اعلان کړی چې په تېرو شلو ورځو کې څه باندې درې زره افغان کډوال له ترکیې څخه ایستل شوي او افغانستان ته استول شوي دي.

د افغانانو د کډوالۍ کړکېچ له څو لسیزو راهیسې روان دی، خو په افغانستان کې د مخکیني جمهوري نظام له ړنګېدو او د طالبانو د بياځلي واکمنۍ وروسته په میلیونونو افغانان بېلابېلو هېوادونو په ځانګړې توګه ایران او پاکستان ته کډوال شول چې ډېری له دوی امنيتي ګواښونه اقتصادي او نورې ستونزې د کډوالۍ اصلي لاملونه بولي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG