د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۳۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۳۵

له ترکیې یو شمېر تازه اېستل شوي افغان کډوال: شکنجه یې کړو، ناوړه چلند راسره وشو


تصویر له ارشیفه، ترکیه کې یو شمېر افغان کډوال
تصویر له ارشیفه، ترکیه کې یو شمېر افغان کډوال

له پاکستان او ایران څخه د افغان کډوالو د اېستلو لړۍ د تېزېدو په دوام، ترکیې هم له ۳ زره ډېر افغان کډوال له خپل هېواد اېستلي دي.

د طالبانو د حکومت د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت د یکشنبې په ورځ په خپله اېکس‌پاڼه کې لیکلي چې د میزان له ۱۹مې څخه د عقرب تر ۲۰مې نېټې پورې ۳زره او ۹۰ تنه له ترکیې څخه کابل ته د هوا له لارې لېږدول شوي دي.

دغه وزارت زیاته کړې، په ايستل شویو کسانو کې اووه کورنۍ او اووه ماشومان هم د کابل هوايي ډګر ته رسېدلي دي.

له دغو راستنېدونکو څخه يو شمېر يې وايي چې د بې‌کارۍ او امنيتي ګواښونو له امله يې په ترکيه کې پناه اخيستې وه.

دوی ادعا کوي چې ترکي ځواکونو د دوی د نیولو او ايستلو پر مهال له دوی سره له تاوتريخوالي ډک چلند کړی دی.

د افغانستان یو شمېر مخکیني پوځیان هم چې ترکیې ته تللي وو، په تازه اېستل شویو کې شامل دي
د افغانستان یو شمېر مخکیني پوځیان هم چې ترکیې ته تللي وو، په تازه اېستل شویو کې شامل دي

د تېر جمهوري نظام یو سرتېری چې نه‌غواړي د امنیتي ستونزو له امله يې نوم په راپور کې واخیستل شي، وايي چې یو نیم کال مخکې د امنیتي ګواښونو له امله ترکیې ته ولاړ او د افغانستان له سفارت د اسنادو له درلودو سره سره له ترکيې په زوره ايستلو ته اړ او ۱۹ ورځې مخکې افغانستان ته ستون کړل شو.

هغه زیاتوي:

"کله چې موږ ترکیې ته ورسېدو، په انقره کې وو، وروسته د افغانستان سفارت موږ ته یوه پاڼه راکړه او ویې ویل چې له‌دې امله چې تاسو پوځيان ياست، څوک درسره کار نه‌لري، خو درې یا څلور میاشتې مخکې نيول ډېر شول، استانبول ته لاړم، ترڅو له هغه ځای اروپا ته ځان وباسم، لس ورځې په استانبول کې وم، چې هغوی زه بندي کړم او ډېر يې ووهلم، موږ دوې مياشتې د بورسا په ښار کې په يوه کمپ کې وو، ډېری ځوانان چې نظاميان وو، په زوره يې و ايستل."

دی وايي، د خپل ژوند د ژغورلو لپاره ترکیې ته تللی و، چې اوس افغانستان ته له بېرته راتلو وروسته په وېره کې ژوند کوي.

میلاد چې دی هم له ترکيې څخه د ايستل شويو افغان کډوالو له ډلې دی، وايي چې د ځمکې له لارې بېرته افغانستان ته ستون کړی شوی دی.

هغه ازادي راډيو ته د لارو د کړاونو په اړه خپل د سترګو ليدلی حال داسې بيان کړ:

"یوه اوونۍ کېږي چې و ايستل شوم، ایران ته راغلو او له ایران څخه بېرته افغانستان ته راغلو، په لاره کې مو ډېر وهل ټکول وخوړل، د ویده کېدو ځای مو نه درلود، مناسب خواړه مو نه درلودل، درې کاله مخکې زه ترکیې ته د کار لپاره لاړم، خو ترکیې زه بېرته را و ايستلم، موږ اوس په افغانستان کې یو او په ښه وضعیت کې نه یم."

ترکیې په داسې حال کې له دغه هېواده افغان کډوال اېستلي چې له تېرو څو اوونيو راهيسې له پاکستانه زرګونه افغانان په زوره بېرته افغانستان ته ستانه کړل شوي دي.

دې ورځو کې له پاکستانه هم د افغانانو اېستل په چټکۍ سره دوام لري
دې ورځو کې له پاکستانه هم د افغانانو اېستل په چټکۍ سره دوام لري

په افغانستان کې د طالبانو له بياځلي واکمنۍ وروسته سلګونه زره افغانان د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو په ګډون بېلابېلو هېوادونو ته کډوال شول چې لامل یې امنیتي ګواښونه، اقتصادي ستونزې، بې‌کاري او نورې ستونزې دي.

اوس داسې ښکاري چې له پاکستان څخه د څه باندې ۱.۷ میلیونو بې‌اسنادو افغان کډوالو د ایستلو د عملیاتو له پیل سره، له ایران او ترکیې څخه هم د افغان کډوالو د اېستلو بهیر زیات شوی دی.

د طالبانو د حکومت د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت د شمېرو له‌مخې، یوازې د یکشنبې په ورځ څه باندې ۵ زره افغانان له پاکستانه ایستل شوي او څه باندې درې زره نور له ایران څخه په خپله خوښه او په زوره راستانه شوي دي.

په هرات کې د طالبانو سیمه‌ییزو چارواکو تېره اوونۍ وویل چې له ایران څخه د افغان کډوالو د ایستلو بهیر په تېرو لسو ورځو کې دوه برابره ډېر شوی شوی دی.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG