د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۱۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۲۷

تر ۱۹ کلن کم‌عمره کرېکټ لوبدلې جوړېدو لپاره د ازموينې بهير څه ډول و؟


د ازموينې بهير
د ازموينې بهير

افغانستان کرېکټ بورډ ادارې تر نولسو کلونو د کم‌عمره ځوانانو د لوبډلې جوړېدو په پار یوه عمومي ازموینه پیل کړې وه چې اوس پای ته رسېدلې ده.

کرېکټ بورډ ویلي چې په دې ازموینه کې څه د پاسه ۵۰۰۰ کسانو ګډون کړی و.

بل لورته بیا د کرېکټ ځینو څارونکو په ټولنیزو رسنیو د ازموینې دا پروسه هم نقد کړې وه او ویلي یې و چې له یو شمېر لوبغاړو سره په ازموینه کې زیاتی شوی دی.

د ازادي راډيو سپورتي خبریال بختیار ساحل د کرېکټ بورډ غوراوي کمېټې/چيف سلیکټر له مشر نورالحق ملکزي سره مرکه کړې ده او په سر کې یې ترې پوښتلي دي چې په دې پروسه کې څومره کسانو ګډون کړی و؟

د ښاغلي ملکزي مرکه د لاندې غږيز فايل په کېکاږلو اورېدلی شئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:05:32 0:00
XS
SM
MD
LG