د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۳۰ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۲۳

کرکټ؛ هند د ټېسټ اتلولۍ د نمرو په جدول کې درېيم مقام ته ورسېد


د هند کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړي
د هند کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړي

هندوستان د ټېسټ اتلولۍ د نمرو په جدول کې درېيم مقام ته ورسېد.

هندوستان کوربه بنګله دېش ته د کرکټ نړیوالې شورا له لوري د ټېسټ سیالیو د اتلولۍ په پار د پیل شوې لوبلړۍ په لومړۍ لوبه کې د ۱۸۸ منډو په توپیر ماتې ورکړه.

د لوبې په څلورمه ورځ بنګله دېش د هند د ۵۱۳ منډو په تعقیب توپ وهنه پیل کړه او د ټولو لوبغاړو په سوځېدو یې ۳۲۴ منډې وکړې.

د بنګله دېش لپاره په دې پاڼۍ کې ځوان لوبغاړي ذاکر حسن په خپله لومړۍ لوبه کې سلیزه ووهله.

هندوستان په خپلې لومړۍ او دویمې پاڼۍ کې په ترتیب سره ۴۰۴ او ۲۵۸ منډې یې کړې وې.

په دویمه پاڼۍ کې یې یوازې دوه لوبغاړي وسوځېدل چې شبمن ګیل او چتیشور پوجارا سلیزې هم ووهلې.

بنګله دېش بیا په لومړۍ پاڼې کې یوازې ۱۵۰ منډې کړې وې.

کولديپ یادف چې په لومړۍ پاڼۍ کې ۵ او دویمه پاڼۍ کې ۴ ويکټې اخستې وې د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو.

هند د دې لوبې تر ګټلو وروسته د ټېسټ اتلولۍ د نمرو په جدول کې درېيم ځای خپل کړ، خو بنګله دېش بیا په وروستي مقام کې دی.

د یادونې ده چې د دواړو لوبډلو ترمنځ وروستۍ ټېسټ لوبه د ډسمبر په ۲۲مه نېټه پیلېږي.

XS
SM
MD
LG