د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۳۰ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۲۳

ټېسټ کرکټ؛ اسټرالیا په دویمه ورځ سویلي افریقا ته ماتې ورکړه


د اسټرالیا د کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړي
د اسټرالیا د کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړي

د کرکټ نړیوالې شورا د ټېسټ اتلولۍ په درجه بندۍ کې تر دې دمه اسټرالیا لومړی او سویلي افریقا دویم ځای لري او که ترپایه دا مقامونه له ځانه سره وساتي، نو پایلوبه به هم ترسره کړي.

د دواړو هېوادونو ترمنځ ۳ ټېسټ لوبې ترتیب شوي چې لومړۍ یې اسټرالیا په ۶ ويکټو وګټله.

دغه سيالي د ډسمبر په ۱۷مه نېټه پيل شوه او په دویمه ورځ پای ته ورسېده.

د سویلې افریقا توپ وهونکو په لومړۍ پاڼۍ کې ۱۵۲ منډې وکړې، خو په وروستۍ پاڼۍ کې یې یوازې ۹۹ منډې جوړې کړې.

اسټرالیا هم په لومړۍ پاڼۍ کې ۲۱۸ منډې جوړې کړې وې، خو د سویلي افریقا له لوري د ۳۴ منډو ورکړل شوی هدف یې د ۴ لوبغاړو په سوځېدو ترلاسه کړ.

په دې لوبه کې د اسټرالیا ټرېویس هېډ تر ټولو ډېرې ۹۲ منډې په یوه پاڼۍ کې جوړې کړې وې او د لوبې غوره لوبغاړی هم ونومول شو.

د اسټرالیا لوبډلمشر پاټ کمینس بیا په توپ اچونکو کې مخکښ و او په دویمه پاڼۍ کې یې ۵ ويکټې واخیستې.

د یادونې ده چې د دواړو هېوادونو ترمنځ دویمه ټېسټ لوبه د ډسمبر په ۲۶مه نېټه پیلېږي.

XS
SM
MD
LG