د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۳۰ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۲۳

کرکټ؛ انګلستان له پاکستان د ټېسټ لوبلړۍ وګټله


د انګلستان لوبډله د لوبلړۍ ګټلو وروسته
د انګلستان لوبډله د لوبلړۍ ګټلو وروسته

د انګلستان او کوربه پاکستان ترمنځ په کراچۍ ښار کې د کرکټ نړیوالې شورا د ټېسټ سياليو اتلولۍ په پار پيل شوې لوبلړۍ ۳ـ۰ انګلستان وګټله.

دغه سيالي چې د ډسمبر میاشتې په اولسمه نېټه پيل شوې وه، انګلستان لوبډلې په څلورمه ورځ وګټله او پاکستان یې وايټ واش کړ.

د کرکټ په یوه فارمټ کې د لوبلړۍ د ټولو لوبو ګټلو ته وایټ واش وايي.

د پاکستان توپ وهونکو په لومړۍ پاڼۍ کې ۳۰۴ او په دویمه کې بیا ۲۱۶ منډې جوړې کړې.

د پاکستان لپاره لوبډلمشر بابراعظم په دواړو پاڼيو کې نیمه سلیزې ووهلې.

انګلستان بیا په لومړۍ پاڼۍ کې د هري بروک د سلیزې پر مټ ۳۵۴ منډې وکړې او په دویمه پاڼۍ کې یې د ۱۷۰ منډو هدف په ډېرې اسانۍ سره ترلاسه کړ چې دا ځل بین ډکېټ د انګلنډ لپاره ۸۲ ناسوځېدلې منډې وکړې.

په دې سیالۍ کې د انګلستان ځوان توپ اچونکي ریحان احمد چې ۱۸ کلن دی د خپل ټېسټ کرکټ لومړۍ لوبه وکړه او په دویمه پاڼۍ کې یې ۵ ويکټې واخیستې چې دا په ټېسټ کرکټ کې ریکارډ دی.

بل هېڅ کم عمره ځوان دا کارنامه نه ده کړې چې په لومړۍ لوبې په یوه پاڼۍ کې دې پنځه ويکټې واخلي.

نوموړي په دواړو پاڼیو کې ۷ لوبغاړي وسوځول.

دغه راز د پاکستان ځوان توپ اچونکي ابرار احمد هم ښه وځلېد چې ۶ لوبغاړي یې وسوځول.

د پاکستان اظهرعلي بیا د وروستي ځل لپاره په دې ټېسټ سيالۍ کې ولوبېد او نور یې له ټېسټ کرکټ سره خدای پاماني وکړه.

هري بروک چې په دې لوبلړۍ کې یې درې سلیزې وهلې وې د غوره لوبغاړي جایزه ورکړل شوه.

اوس مهال د ټېسټ اتلولۍ په درجه بندۍ کې انګلستان پنځم او پاکستان بیا اوم مقام لري.

XS
SM
MD
LG