د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۵۴

"د سوریې له شماله وتونکي امریکایي سرتېري به منځنی ختیځ کې پاتې شي"


امریکا د سوریې په شمال ختیځ کې ۱۰۰۰ سرتېري لري چې له سیمې یې وتل پيل کړي.
امریکا د سوریې په شمال ختیځ کې ۱۰۰۰ سرتېري لري چې له سیمې یې وتل پيل کړي.

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ ویلي، هغه ۱۰۰۰ امریکايي سرتېري چې د سوریې له شمالي سیمې وځي، په منځني ختیځ کې پاتې کېږي، ترڅو د داعش اورپکو د بیا راپورته کېدو مخه ونیسي.

ولسمشر ټرمپ پرون دوشنبه (اکټوبر ۱۴مه) په یوې اعلامیې کې ویلي چې د سوریې په خاوره کې د ترکیې د عملیاتو له کبله پر انقرې بندیز لګوي.

د ملګرو ملتونو شمیرې ښیې چې د سوریې په شمال ختیځ کې د کرد ځواکونو پر ضد د ترکیې د عملیاتو له پیل راهیسي لږ تر لږه ۱۶۰ زره ملکي وګړي له خپلو کورونو وتلي دي.

یوې بیځایه شوې کرد میرمنې چې نوم یې نه دی ښودلی د دوشنبه په ورځ د خپلو ستونزو په اړه رویترز خبري آژانس ته ویلي: "دلته ځای نشته. له څلورو ورځو راهیسي مو ماشومان نه دي لمبولي، ځکه اوبه نشته، تشناب او هیڅ شی نشته. زموږ کوټې ته وګوره ګاز نشته."

د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوترش د سوریې په شمال ختیځ کې د تشنج د ژر تر ژره ختمیدو غوښتنه کړې ده.

په عین وخت کې راپورونه وایې د سوریې حکومتي ځواکونو د دغه هیواد شمال ته رسیدل پیل کړل.

د سوریې دولتي رسنیو د دوشنبه په ورځ راپور ورکړی چې حکومتي ځواکونه د منبیج ښارګوټي ته ننوتل. دا ښار په هغه سیمه کې موقعیت لري چې انقره پکي له کرد ځواکونو سره پر پوله د خوندي زون د رامنځته کېدو خبره کوي.

د سوریې حکومتي ځواکونه دغه راز د فرات سیند په ختیځ کې د تِل تمر او عین عیسی ښارګوټو ته هم ننوتلي دي.

د سوریې حکومتي ځواکونه داسې مهال ددغه هېواد شمال ته روان شوي چې دمشق د ترکیې د بریدونو پروړاندي له کرد ملېشو سره د مرستې هوکړه وکړه.

په سوریه کې کرد مشران وایې، دا موافقه چې د مسکو په منځګړیتوب د ولسمشر بشار اسد له حکومت سره شوې، د اوس لپاره په سرحدي سیمو کې د سوریې ځواکونو پر ځای پرځای کیدو تمرکز لري او زیاتوي چې دواړه لوري به پر سیاسي مسایلو وروسته بحث وکړي.

XS
SM
MD
LG