د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۹ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۳۰

امریکا د سوریې په شمال کې د ترکیې پوځي عملیاتو مخالفت وکړ


د امریکا دفاع وزیر مارک ایسپر له خپل ترکیه يي سیال خلوصي اکار سره ټلفوني خبرو کې له هغه یې غوښتي چې په سوریه کې پوځي عملیات بند کړي.
د امریکا دفاع وزیر مارک ایسپر له خپل ترکیه يي سیال خلوصي اکار سره ټلفوني خبرو کې له هغه یې غوښتي چې په سوریه کې پوځي عملیات بند کړي.

د امریکا دفاع وزارت د سوریې په شمال کې د کرد ملېشه ځواکونو پر ضد د ترکیې له پوځي عملیاتو سره په زغرده مخالفت څرګند کړ.

د امریکا دفاع وزیر مارک ایسپر پرون (اکټوبر ۱۱مه) له خپل ترکیه يي سیال خلوصي اکار سره ټلفوني خبرې کړي او له هغه یې غوښتي چې په سوریه کې پوځي عملیات بند کړي.

په سوریه کې د ترکیې د پوځي عملیاتو له پېل راهیسې، دا د امریکا تر ټولو څرګند مخالفت دی. ترکیې د اکټوبر په نهمه، د سوریې په شمال کې پوځي عملیات پیل کړل.

دا عملیات د هغو کرد ملېشه ځواکونو پر ضد پوځي کمپاین بلل شوی چې په وروستیو پنځو کلونو کې په سوریه کې د داعش پر ضد جنګېدل او له امریکا سره یې اتحاد درلود.

د امریکا د دفاع وزارت ویاند جانتن هوفمن پرون وویل چې د دفاع وزیر، مارک ایسپر خلوصی اکار ته په وضاحت وویلي چې واشنګټن په سوریه کې د ترکیې له پوځي عملیاتو سره مخالفت لري.

ترکیې د اکټوبر په نهمه، د سوریې په شمال کې پوځي عملیات پیل کړل.
ترکیې د اکټوبر په نهمه، د سوریې په شمال کې پوځي عملیات پیل کړل.

د امریکا د دفاع وزارت ویاند په یوه بیان کې چې پرون یې خپور کړی ویلي، په سوریه کې د ترکیې پوځي عملیات هغه پرمختګ چې د داعش پر ضد په پوځي عملیاتو کې شوی زیانمنولی شي.

د امریکا متحد ایالتونه اوسمهال په سوریه کې ۱۰۰۰ پوځيان لري.

د پنټاګون ویاند ویلي چې د امریکا دفاع وزیر تاکید کړی چې ترکیه باید خپل پوځي عملیات د دې لپاره هم ودروي چې په سوریه کې مېشتو امریکايي ځواکونوته ضرر ونه رسېږي.

د دواړو هېوادونو د دفاع وزیرانو په ټیلفوني مکالمه کې په سوریه کې د خپلو مېشتوعسکرو په اړه شدیده اندېښنه څرګنده کړې ده.

د پنټاګون ویاند ویلي چې د امریکا د دفاع وزیر ترکي لوري ته ویلي چې واشنګټن له انقرې سره خپلو اړیکو ته ارزښت ورکوي، خو په سوریه کې پوځي عملیات حتی د انقرې لپاره جدي عواقب لرلائ شي.

امریکا او ترکیه دواړه د ناټو غړي هېوادونه دي.

بلخوا د سوریې د بشري حقونو د څار یوې ادارې چې مرکز یې په لندن کې دی ویلي چې تر پرون ماخوستن، د ترکیې ځواکونو د سوریې په شمالي ښار راس العین او تل ابیاد کې اوه کلي نیولی وو.

ملګري ملتونه وايي چې د جګړې له امله په درېیو ورځو کې سله زره ولسي وګړي له سیمې تښتېدلي او د اوبو د یوه بند د نړېدو له امله ۴۰۰ زره انسانان د څښاک له پاکو اوبو بې برخې شوي دي.

XS
SM
MD
LG